یادون

د پولې په سر لکه چینار ولاړه وه، د لمر وړانګې یې سترګې رپولې، رڼې اوښکې یې د ټیکري په پېڅکه وچې کړې، هاخوا دېخوا یې کتل، په خبرو کې به یې د زنې سپینه مڼه رپېدله، زه هم لکه ترهېدلی غل په بیړه کې ووم، ستونی مې ډک ـ ډک کېده، دوه سترګې مې ورته نیولې وې، ویې ویل:

ـــ ولې مې تل سترګو ته ګورې؟
هماغه بیت مې خولې ته راغی چې وایي:

ــ سترګې دې جانانه بلا ښکلې دي
دا مې درته څو ځله ویلي...

لا مې بیت نه وو ویلی چې را زیاته یې کړه:
ــ نوره مې هېره کړه! زه ستا نشوم اوس پردۍ یم!!
قدم یې یې واخیست په لاس کې یې قت کړی قاغذ را وار کړ:

ـــ هه! دا واخله هر څه مې پکې لیکلي ... ښه ژوند.
تر سترګو مې غبرګې اوښکې راغلې، پښو مې سستي کوله، کور ته زنګېدلی لاړم، خونې ته ننوتم، په بیړه مې قاغذ خلاص کړ.
پاسنۍ څنډه کې یې لیکلي وو:

سلام او وروستی لیک!
بیا یې ګڼه کرښې کښلې وې:
ــ زه نه یم ملامته، هر څه ستا قسمت وو.
په تېرو څلورو کلونو کې مې ستا له خولې ترخه مسکا نه وه لیدلې، ستا مې هره خبره په یاد ده، ټولې خبرې دې لکه د کوچو مړۍ پستې وې، په ځار او قربان دې بدرګه کړې یم.
مینه دې داسې راسره وه لکه روح او وینه، د بدن هر رګ مې ستا په مینه ګواهي ورکوي.
هر ماښام مې ستا لپاره سپوږمۍ ته کتلي، هر ستوري راباندې ستا لخوا مینه شیندله ...

خو څه وکړم اوس درته ګران نشم ویلای! ځکه زه یې په زور د بل چا عزت او ناموس کړم، او لامل یې هم ستا غربت وو، او هغه داسې غربت چې له لوږې به سباوون ته خوب درته، ما هر څه زغملی شول، خو بې فرهنګي او ناوړه دودونو مو ترمنځ فاصله واچوله، چې دا دی داسې سر بېل شوو لکه د اوورۍ څخه چې نوک جلا کړې، زړه مې څړیکه کوي...

ستا مینه او درد
وړه لیلـــــو!
لیک مې سینه پورې ټینګ ونیو کوکه مې کړه:
ـــ زما ليـــــلو.! زما لیـــــــــلو!!
پای