د کرکټ لوبډله د لوبې کولو څخه منع شوه.

 د رارسېدلو راپورونو له مخې د کرکت بورډ لخوا چې کومه لوبډله د پړانګ په نوم د سند صوبې ته لېږل شوي وه د شپې د پاکستان د استخباراتې پولیسو او سيمه ايزو پوليسو د کتنو وروسته څلور لوبغاړو، نه پاسپورټ درلوده او نه افغان مهاجر کارت. چې دغه څلورو لوبغاړو ته سمدستي د سند صوبې د پرېښودلو حکم وشو او ورته وويل چې ورسره به قانونې کړنه نه کوې او نه به دوۍ بنديانوي. خو دوی بايد پوليس همدا اوس لدې صوبې څخه وباسي. دا چې دغه څلورو لوبغاړو ته ستونزه پېښه نشي ټولو لوبغاړې د يوې ګډې پرېکړې وروسته بېرته پېښور ته راستانه شول يو لوبغاړې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پړه د کرکټ بورد په مشر حامد شينواري او ادارې وراچوله او په خبرو کې يې وويل چې کرکټ بورد خو څه دا لومړی ځل ندی ، چې لوبغاړي بهر ته ليږي. دوی بايد لوبغاړي د قانوني لارو وليږي تر څو ورته ستونزې پيدا نشي همد اراز نوموړي لوبغاړي زياته کړه چې کرکټ بورډ يوازې دوی ته زر افغانۍ ورکړي او ورته يې ويلې چې ژر شئ ځان لوبې ته ورسوی لکه څوک چې خيرات ته ليږي.
بل اړخ ته د پاکستان جيو تلويزيون خبر ورکړ چې مشکوک افغان کرکټ لوبډله په سندهکې د لوبې کولو څخه منعه شوه په خبر کې ويل شوي چې افغان لوبډلې د ځان سره څلور تنه مشکوک لوبغاړي درلودل.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم څو ځل افغاني لوبغاړي پرته له کوم قانوني سند څخه پاکستان ته د لوبو لپاره ليږل شوي دي. بايد په راتلونکې کې دې خبرې ته زياته پاملرنه وشي.