ترکيه به راتلونکې جمعه د افغان او پاکستاني ولسمشرانو د پنځمې سرمشريزې کوربنه وي

 د ترکيې لومړی وزارت په يوې اعلاميه کې خبر ورکړی، چې راتلونکې جمعه به په ترکيه کې د ترکيې ،افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو پنځمه سرمشريزه غونډه جوړه شي. دسرمشريزو غونډو دغه لړۍ په 2007 کال کې پيل شوې او تر اوسه يې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي. تر هغې وړاندې د افغانستان اوپاکستان تر منځ اړيکي ډېر ترينګلي وو، خوپه لومړي ځل د ترکيې په منځګړتوب ولسمشرحامد کرزي او د وخت پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف په ترکيه کې غونډه وکړه او د سرمشريزې دا لړۍ پيل شوه. اعلاميه وايي، چې د سرمشريزې په څنډه کې به د افغانستان او پاکستان د کورنيوچاورو وزارتونو تر منځ يوشمېر تړونونه هم لاسليک شي.