هیڅ زړه سوی د زمانې په زړه کې نشته
رانه اخلي د کور کلي یاران ورو ورو
لا تر اوسه يي لېدو په تمه پایم
کاشکې ووینم راپاتې دوستان ورو ورو
تېر وختونه چې د کلي را په یاد شي
ځي له سترګو مې د اوښکو باران ورو ورو
که څه ژوند وو، خو د ولس په منځ کې ژوند وو
ترې محروم شوو رانه واخیست اسمان ورو ورو
وخت له ټولو سره بده لوبه وکړه
چې به يی پایلې راښکاره کړي زمان ورو ورو
د نیمګړې ژوند قصه لکه توپان چې
رژوي د ژوند له بڼه ګلان ورو ورو
څو غوټۍ خوله پرانیستله، الهام وشو
سپرلی تېر دی، راروان دی خزان ورو ورو
یو ارمان مې پوره نه شو، ځوانې لاړه
اوس عبث پسې کومه ارمان ورو ورو
که خبر وای د اسمان له ناکردو، نه
غمخواري به مې وه کړی د ځان ورو ورو
نذرانه د پښیمانۍ به بې بها وای
تمېدلی که د وخت شوای کاروان ورو ورو
وروستي