فرانسې او جرمني په شېنګېن کې د رومانيا او بلغاريا د غړيتوب مخالفت وکړ

 د جرمني او فرانسې د کورنيو چارو وزيرانو ويلي دي ، چې رومانيا او بلغاريا د امنيتي تدابيرو له اړخه تر اوسه په شېنګېن کې د غړيتوب تياری نه لري. ټاکل شوې وه ، چې دواړه هېوادونه به د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې د شېنګېن غړيتوب ترلاسه کوي. د شېنګېن د غړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره وېزې ته اړتيا نشته او تر منځ يې ګمرکي اسانتياوې هم زياتې دي.
د يادونې وړ ده ، چې اروپايي اتحاديه همدا اوس دخپلې ګډې پيسې( يورو) د ارزښت ساتنې لپاره هم له ډېروستونزوسره لاس و ګرېوان ده.