په افغانستان کې د امريکايي پوځيانود تلفاتو شمېر کابو 500 ته ورسېد

 د ناټو د دوو سرتېرو له وژل کېدو سره په افغانستان کې د بهرنيوځواکونو دتلفاتو شمېر له اوه سوو واوښت او 701 تنو ته ورسېد. په دغو کسانو کې 493 تنه يې امريکايان ، 101 تنه يې برتانويان او 16 تنه يې کاناډايان دي. د دوی پروړاندې د افغانستان له لوري يوازې د ملکي خلکو د تلفاتو شمېر د 2010 کال په لومړيو لسومياشتو کې 2412 تنو ته رسېدلی او دا چې څومره کسان د طالبانو، ملي اردو او پوليسو په نامه او څومره پښتانه تر کرښې هاخوا په بېلا بېلونومونو وژل شوي تر اوسه يې شمېر نه دی مالوم.