د امريکې د وګړو نفوس له 300 ميليونو څخه واوښت

 د امريکې د احصايې مرکزي دفتر په خپل نوي رپوټ کې خبر ورکوي، چې د امريکې نفوس اوس 308 ميليون او 700 زرو ته رسېدلی. په 2000 کال کې د امريکې نفوس 281.4 ميليونه و، چې له هغه مهاله تر اوسه يې 9.7 په سلو کې وده کړې ده. کاليفورنيا له 37.2 ميليون وګړو سره د امريکې تر ټولوګڼ ميشتی ايالت او وايومينګ د 563626 زره کسانو سره تر ټولو کم نفوسه ايالت ګڼل کيږي. په تېرو لسو کلو کې د تکزاس ايالت نفوسو تر ټولو زياته وده کړې او نفوس يې 4.3 ميليون زيات شوی.