سږ کال د ملکي خلکو په تلفاتو کې 20 په سلوکې زياتوالی راغلی

 د ملګروملتو د رپوټ له مخې د سږ کال په لسو مياشتو کې د تېرکال د همدغې مودې په پرتله د ملکي خلکو په تلفاتو کې 20 په سلو کې زياتوالی راغلی دی. ګزارش وايي، چې له څلورو څخه د دريو برخو تلفاتو مسووليت د وسله والو مخالفينو د بريدونو له امله رامنځته شوي او پاتې يې زياتره د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمباريوکې رامنځته شوي. د رپوټ له مخې په تېرو لسومياشتو کې 2412 تنه وژل شوي او 3803 تنه ټپيان شوي دي