کوم وخت کې بايد ماسک واغوندئ؟ د روغتيا نړيوال سازمان لارښوونې

نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د دغه ویروس څخه د ځان ساتنې او مبارزې په اړه بيلا بيلې خبرې او مشورې رسنيزې کيږي او تر خلکو رسيږي. له دغه نړيوالې وبا يو شمېر کسان د خپلو سوداګريزو موخو، په انټرنېټ د پيسو د تر لاسه کولو او يا ساتيري په پار ځيني ناسم مالومات شريکوي. تر دې چې په افغانستان کې د تورچای څښل او په ايران کې د الکولو څښل د کرونا ناروغۍ څخه د ځان ساتنې او درملنې د لومړۍ کرښو په ډول د خلکو ترمنځ شهرت پيدا کړ. 

ماسک يا پوزبند هم د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره اړين  بلل کيږي. خو ډېری کسان پرته له دې چې د ماسک په ګټې او زيان پوه شي، هر وخت يې ماسک اغوستی وي او په دې هيله وي چې په دې سره د کرونا ويروس مخنيوی وکړي. دلته د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO هغه سپارښتنې در سره شريکې کوو، چې د ماسک په اړه يې وړاندې کړې دي. 

۱- که چېرې تاسې په کرونا ويروس ککړ نه وی، نو يوازې هغه وخت ماسک واغوندئ چې په دغه ويروس د ککړ کس پالنه يا درملنه کوئ او يا هم ور سره په اړيکه کې ياست. 

۲- که چېرې ټوخی يا پرنجېدل ولری نو ماسک واغوندئ. د هر ډول ټوخي او پرنجېدو پر وخت کې ماسک واغوندئ؛ هغه که معاينه شوې کرونا ناروغي وي او يا هم د کوم بل لامل پر اساس ټوخی کوی او پرنجېږی. 

۳- هغه مهال ماسک واغوندئ چې لاسونه مو په صابون او يا د ميکروب ضد مايع سره مېنځلي وي. که چېرې مو لاسونه چټل وي نو د ماسک اغوستل د ګټې پر ځای  زيان لري. د ماسک په اغوستلو سره لاسونه خولې، پوزې او سترګو ته نېږدې کيږي او کوېډ-۱۹ د خولې، سترګو او پوزې له لارې وجود ته دننه کيږي نه دې لاسونو له لارې. 

۴- ماسک په داسې طريقې سره واغوندئ چې خوله پوزه مو په بشپړ ډول پټه کړي. د ماسک څنډې بايد ستاسې له مخ سره نښتې وي او ترمنځ يې واټن او سوري شتون ونه لري. 

۵- هر کله مو چې ماسک اغوستی وي، نو هڅه مه کوي چې  هغه لمس کړی. په خپله له ماسک سره ډېره اړيکه د کرونا ويروس د دننه کېدو شونيتا رامنځ ته کوي. 

۶- يو ځل مصرف ماسک استعمال کړی. کله چې د يو څو ساعتونو لپاره ماسک واغوندی او بيا يې لېرې کړئ، نو بيا ځلې هغه ماسک مه واغوندئ. 

۷- هڅه وکړئ چې د ۱۶ ساعتونو څخه د ډېر وخت لپاره ماسک وانه غوندئ. که چېرې له ۱۰ بيا تر ۱۶ ساعتونو د ډېر وخت لپاره ماسک واغوندئ نو د نورو نارغيو لامل کيږي. 

۸- هر کله چې ماسک لېرې کوئ، نو د شا او غوږ له خوا يې لېرې کړئ. د مخ له خوا ماسک مه لېرې کوئ چې په دې سره مو لاسونه پوزې او خولې ته نېږدې کيږي. 

۹- د ماسک له اغوستل وړاندې او وروسته مو لاسونه په صابون او يا ميکروب ضد مايع سره ومېنځئ. 

۱۰- کارول شوی ماسک په يوې سر بند کثافت دانۍ کې واچوئ.