د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (جمعه)

الجزيره: د فلپين ولسمشر پوځ او پوليسو ته امر کړی چې هغه کسان په ډزو ووژني چې د (ګرځ بنديز) په وخت کې له کورونو بهر کيږي
 د فلپين ولسمشر  رودریګو دوترته خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې پوليسو او پوځ ته يې امر کړی چې هغه کسان ووژني چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره له ټاکل شوي قرنطين او ګرځبنديز سرغړونه کوي. 

نوموړي دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی دی چې د فلپين په لوزون جزيره کې يو شمېر کسانو د لوږې، خوراکي توکو کمښت او لوړې بيو له امله په لاريونونو لاس پوري کړ. 

ولسمشر رودریګو دوترته تېره شپه په يوې تلويزوني وينا کې د فلپين وګړو ته خبرداری ورکړ چې د حکومت لارښووني جدي ونېسي، مونږ د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ګرځ بنديز اعلان کړی دی ترڅو د کوېډ-۱۹ د خپرېدو مخه ونېسو. 

نوموړي ويلي دي چې خلک بايد د ډاکټرانو او روغتياپالانو د کار پر وړاندې خنډ نه شي او که څوګ کړکېچ رامنځ ته کوي نو پوليسو او پوځ ته مې لارښوونه ده چې په ډزو يې غلبل کړئ. 

له فلپين وراېخوا د هندوستان په شمول د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم پوليس هغه خلک وهي - ډبوي چې د حکومت له لارښوونو سرغړونه کوي او بهر وځي. 

رويټرز: د اسرائيلو روغتيا وزير او د هغې ميرمن په کرونا اخته شوي 
 د اسرائيلو د روغتيايي چارو وزير یاکوف لیتزمن او د نوموړي ميرمن په کرونا ويروس اخته شوي دي. د اسرائيلو رسمي سرچينو د دغه خبر پخلی کړی دی. 

په خپله د روغتيا وزير ياکوف ليتزمن هم رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې معاينه يې شوې ده او پايله يې هم مثبت ده. نوموړی ۷۱ کاله عمر لري او د اسرائيلو د لومړي وزير  بنیامین نتانیاهو نېږدې ملاتړ دی. 

د اسرائيلو د روغتيا وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې وزير او ميرمن يې په خپل کور کې قرنطين شوي دي او روغتيايي وضعيت ښه دی. 

کرونا ويروس په نړۍ کې د روغتيايي کسانو تر څنګ په يو شمېر هېوادونو کې مشهورې او څېرې هم نېولې دي چې د انګلستان لومړی وزير هم په کې شامل دی. 

دا ټېلګراف: روسيې ته د ناټو خبرداری: کرونا نه يو ځپلي؛ د پوځي کړنو ځواک لرو 
 د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ روسيې ته خبرداری ورکړی دی چې د ناټو غړي هېوادونه لا هم د پوځي تمرينونو د تر سره  کولو وړتيا لري او کرونا ويروس دومره نه دي ځپلي څومره يې چې په اړه فکر کيږي. 

نوموړي تېره ورځ د ناټو د وزيرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې او ويلي دي، چې ناټو چمتو ده چې د روسيې له خوا ورته هر ډول پوځي ګواښ پر ځمکه وغورځوي او نسکور يې کړي. 

د ناټو سرمنشي د روسيې هغه ادعاوې چې د کرونا ويروس له امله ناټو د پوځي عملياتو په تر سره کولو کې پاتې راغلې ده رد کړي دي او زياتوي چې ناټو لا هم غښتلې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې روسيې د ناټو غړو هېوادونو او په ځانګړي ډول د انګلستان سره د ګډو اوبو پر پوله پوځي تمرينونه پيل کړي دي. 

رشيه ټوډې: کرونا ويروس امريکا کې تر اووه مېلېونه کسان بې دندو کړي 
 له هغې وروسته چې کرونا وژونکی ويروس امريکا ته ورسېد هلته يې تر دوه زره کسانو ژوند واخېست او تر دوه لکه ډېر کسان پرې ککړ شول؛ د خلکو په اقتصادي او ټولنيیز ژوند يې هم ژور منفي اغېز کړی. 

د نيويارک په شمول امريکا کې بېړنی وضعيت اعلان شوی او ټول - ټال ۶،۶ مېلېونه امريکايي وګړي د ګرځبنديز او بيړني حالت په اعلانېدو سره بې کاره شوي دي. 

د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر او د دغه هېواد کنګرس دوه ترېلونه ډېرې پيسې کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې خو بيا هم دغه هېواد د کرونا پر ويروس د ککړو شمېر د نړۍ له بل هر هېواد پورته دی. 

د وروستيو شمېر پر اساس دوه لکه او ۱۶ زره امريکايان په کوېډ- اخته شوي دي چې ډېری په نيويارک ايالت کې دي. 

فرانس پرېس: نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر يو مېلېون ته نېږدې شو
نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر 940,000 ته ورسېد، چې له نيمايي ډېر يې په اروپا کې دي. امريکا بيا د نړۍ هغه هېواد چې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر په کې دوه لکه شپاړس زره دی او د نړۍ  په هېوادونو کې دا تر ټولو پورته شمېر دی. 

هسپانيه بيا هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس له امله يې د مړو شمېر لس زره درې کسانو ته رسېدلی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۰ کسان مړه شوي دي. 

کوېډ-۱۹ تر اوسه ۴۷ زره کسان مړه کړي دي چې ۳۵ زره په اروپايي هېوادونو لکه ايټاليا او هسپانيه کې دي. د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې به يوه او يا دوه ورځو کې شونتيا شته چې د ککړو کسانو شمېر يو مېلېونه ته ورسيږي. 

جيونيوز: کرونا په اړه د ناسمو مالومتو مخنيوي لپاره ګوګل ۶،۵ مېلېونه ډالر پانګونه کوي
ګوګل هڅه کوي چې د نويو لارو پر بنسټ د کوېډ-۱۹ په اړه د ناسمو مالوماتو مخه ونېسي. د ګوګل مسوولين وايي چې ۶،۵ مېلېونه ډالر په دې لګوي ترڅو د کرونا په اړه ناسم تبليغات بند کړي. 

د ګوګل مسوولينو نن ورځ رسنيو ته ويلي دي چې د fact-checkers په نوم ماموريت سره به تر ډېره هڅه وشي ترڅو انټرنېټ کې د ناسمو مالوماتو خپرول محدود کړي. 

دغه نړيوال شرکت وايي چې دوی کرونا سره د مبارزې په برخه کې د هغه مالوماتو مخه نيسي چې په ناسم ډول خپريږي او خلک ورڅخه سوداګريزې او مالي موخې تر لاسه کوي. 

ټايمز اف انډيا: د هندوستان استخبارتي اداره (را) په بالېووډ کې 
د هندونستان استخبارتي اداره (را RAW) د عملي ماموريت وراېخوا په ډېرو هندي فلمونو کې هم په مثبت ډول انځور شوې ده. بالېوډ هغه څه چې د هندوستان استخبارات يې د پردې تر شا تر سره کوي تر يو بريده پر ښېښه نندارې ته وړاندې کوي. 

(Hidden) د هند بالېووډ سېنما هغه نوی جنګي فلم دی چې د هند استخباراتي جګړه ښيي. دغه فلم کې مشهورې لوبغاړې Ishita Raj مرکزي رول تر سره کړی او هېواد ته د را ادارې د کارمندانو وفاداري په ګوته کوي. 

د بالېوډ سېنما په سياسي او پوځي فلمونو کې  تر ډېره د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ انځوريږي. دغه  (پټ Hidden)  فلم په په نېږدې مياشتو هند او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شي.