پاکستان نوی توغندی ازمويلی

 د پاکستان دولتي سرچينې وايي، چې د دغه هېواد پوځ په برياليتوب سره د ((حتف 5 غوري )) توغندی ازمويلی . رپوټ زياتوي ، دغه ډول توغندی د دې وړيتا لري، چې په 13 سوه کيلومترو واټن کې هم نښه وولي او همدا راز د هر ډول سرګولولې د وړلو توان هم لري.
د يادولو وړ ده ، چې په وروستيو وختونو کې د هند او پاکستان تر منځ د وسلو د جوړولو سيالي زور اخيستی او له بلې خوا امريکا هم په دې برخه کې منفي رول لري، چې بېلکې يې په دې وروستيو کې پاکستان ته د اف 16 ډوله جنګي الوتکو ورکول دي. دغه سيالي به نارامه سيمه نوره هم ګواښمنه کړي.