پاکستان دعواکوي چې افغان ځواکونو يې د خاورې دوه کيلومتره قبضه کړې

 پاکستاني چارواکي دعوا کوي، چې افغان ځواکونو د ناټو ځواکونو په مرسته په بره وال تحصيل کې د دوی د خاورې دوه کيلومتره قبضه کړې ده . پاکستاني چارواکو د سيمې د سپين ږيرو په مرسته له افغان ځواکونو سره خبرې پيل کړي ، خو د دوی په وينا افغان لوری د ځمکې په خوشې کولو کې مخلصه نه دی.
د يادونې وړ ده چې ، پاکستان د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال په بېلا بېلو پلمو خپلې پوستې د افغانستان په خاوره کې راوړاندې کړي وې ، خو دا لومړی ځل دی چې پاکستان شکايت کوي.