پښتونخوا حکومت هڅه کوي ملکنډ په خپله ولکه کې راولي

 د پښتونخوا حکومت داسې هڅې پيل کړي ، چې له مخې به يې د مرکزي حکومت له خوا اداره کېدونکې (فاټا) ملکنډ اېجنسي د پښتونخوا يوه برخه شي. د دغو هڅو پر وړاندې د ملکنډ يوشمېر خلکو او سياسي ډلو په اعتراضونو پيل کړی. د يادونې وړ ده چې پاکستان د پښتنو د کمزوري کولو په موخه ، د پښتنو سيمې پر څلورو برخو ويشلي: خيبرپښتونخوا، بلوچستان، قبايلي سيمي او پنجاب د ننه پښتني سيمې.