د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (نۍ/شنبه) 

رويټرز: ګوګل کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره ۸۰۰ مېلېونه ډالر مرسته کوي 
روهي (نۍ/۹ د وري)، د ټېکنالوژۍ په برخه کې نړيوال شرکت ګوګل اعلان کړی دی چې له اته سوه مېلېونه امريکايي ډالرو ډېرې پېسې د کرونا ويروس سره د مبارزې او خلکو سره د مرستې لپاره ځانګړې دي. 

د ګوګل مسوولينو ويلي دي چې دوی به په دغه پېسو ماسکونه او يو شمېر نورو وقايي توکي راونېسي او همدا ډول به يې د عامه پوهاوي په برخو کې په مصرف وروسوي. 

ګوګل ويلي دي چې په کور دننه له امريکا حکومت او همدا ډول په نړيواله کچه د روغتيا نړيوال سازمان سره د کرونا ويروس سره د مبارزې او درملنې برخه کې په ګډه کار او همکاري کوي. 

د وروستيو شمېرو پر اساس په نړيواله کچه کرونا ويروس تر شپږ لکه کسان نېولي او له ۲۷ زره ډېر نور يې مړه کړي دي، چې د نړيوالو اندېښنې يې راپورته کړي دي. 

جيونيوز: آنجلینا جولي يو مېلېون ډالر هغه ماشومانو ته ځانګړي کړل چې د کرونا ويروس له امله لوږې سره مخ دي 
روهي (نۍ/۹ د وري)، د آنجلینا جولي په نوم د امريکا هاليووډ سېنما مشهورې اداکارې او د بشري همکارۍ فعالې يو مېلېون امريکايي ډالر ځانګړي کړي دي ترڅو له هغه ماشومانو سرسه پرې مرسته وشي چې د کرونا ويروس له امله لوږې سره مخ دي. 

نوموړې د No Kid Hungry يا هېڅ ماشوم دې وږی نه وي په نوم خيره بنسټ لري او د يادو پيسو له لارې به د غريبو کورنيو ماشومانو سره د خواړو په برخه کې مرسته وکړي. 

آنجلینا جولي ويلي دي چې په لومړی قدم کې به دغه مرسته د امريکا متحدو ايالتو دننه ماشومانو ته ورسوي او هڅه به وکړي چې په نړۍ کې ټول هغه ماشومان چې د کرونا ويروس له امله لوږې سره مخ دي له دغه او ورته نورو مرستو برخمن کړي. 

الجزيره: روغتونونو کې ورته ځای نشته؛ نيويارک کې د کرونا ويروس ککړو کسانو شمېر ۴۴ زره ته ورسېد
روهي (نۍ/۹ د وري)، امريکا کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له يو لک پورته شو او په دې سره دغه هېواد نړۍ کې د کرونا ويروس د ترټولو ډېرو مثبتو پېښو په لومړی مقام لري.

د کرونا ويروس تر نيمايي پېښې يوازې د امريکا په نيويارک کې ثبت شوې دي. نيويارک کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۴۴۰۰۰ کسانو ته ورسېد چې روغتونونه ورڅخه ډک دي او د لا نورو ناروغانو د ځايېدو وړتيا نه لري. 

که څه هم د امريکا متحدو ايالتو حکومت کرونا ويروس سره د مبارزې او درملنې لپاره څه د پاسه دوه ترېلېونه امريکايي ډالر بودجه ځانګړې کړې ده، خو په دغه هېواد کې په روغتيايي چوپړونو کې ستونزې رامنځ ته شوې دي. 

تر اوسه ۱۷۰۰ امريکايان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. په نړيواله کچه د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر شپږ لکه او د مړو شمېر تر ۲۷ زره پورته شو. 

رشيه ټوډې: نړۍ کې د کرونا ويروس د مړو او اخته کسانو وروستۍ شمېرې 
روهي (نۍ/۹ د وري)، د بل هر وخت به پرتله له تېرې يوې اوونۍ راهيسې نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو او د تلفاتو شمېر مخ پر لوړېدو دي چې د روغتيا نړيوال سازمان اندښنې يې راپورته کړې دي. 

د نن ورځې وروستۍ شمېرې ښيي چې په نړيواله کچه 615,519 تنه په کرونا اخته شوې دي او تر۲۹ زره کسانو ژوند اخېستل شوی. امريکا، ايټاليا، چين او امريکا د نوملړ په سر کې دي. 

د امريکا متحدو ايالتو کې د کرونا ويروس د ککړو کسان شمېر يو لک او پنځه زره کسانو ته رسېدلی دی او همدا ډول له ۱۷ سوه ډېر کسان مړه شوي دي. د نيويارک په شمول يو شمېر سترو ښارونو کې روغتونونه له ناروغان ډک شوي دي. 

چين چې د کوېډ -۱۹ لومړی اغېزمن هېواد دی تر يو بريد يې دغه ويروس کنټرول کړی دی او اوس مهال د اروپا په شمول د نړۍ له يو شمېر هېوادونو سره د روغتيايي وسايلو مرستې کوي.