دکونړ والي له یوه بریده روغ ووت

 نن ماسپښین مهال دکونړ والي سید فضل الله واحدي له خپلو ساتونکو سره په څوکۍ ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفینو له کمین سره مخامخ شو ،چې نوموړي او ساتونکو ته ېې کوم زیان نه دی رسیدلې دیادونې ده ،چې له واحدي وړاندې دامریکايي ځواکونو ګزمه پر سړک روانه وه اوس دا معلومه نه ده ،چې موخه به والي او که امریکايي ځواکونه .
واحدي جلال اباد ته روان و ،چې سبا ته دسولې عالي شورا په سیمه ییزه غونډه کې برخه واخلي .