د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه) 

رويټرز:   مثبتې پېښې په کې ۱۲۵ ته رسېدلي دي، هند دتاج محل په ګډون ډېری سياحتي ځايونه وتړل 
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د هندوستان حکومت د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره تاج محل د کورنيو او بهرنيو ګرځندويه پر مخ وتړلی. د تاج محل اداري کارمندانو ته لارښوونه شوې، چې تر يو وخت دي چارې له خپلو کورونو سمبال کړي. 

په ورته وخت کې د هندوستان په ستر سوداګريز ښار ممبۍ کې ښوونځي، پوهنتونونه، ټولنيز مرکزونه او ډېری نور د ګڼې - ګوڼي ځايونه رخصت شوي دي. 

د تاج محل ترڅنګ په هندوستان کې ستر مذهبي ټپلونه، تاريخي غونډۍ او موزيمونه، پارکونه او د ټولو هغه ځايونو د تړل کېدو امر شوی، چې هره ورځ په زرګونه کورني او بهرني ګرځندوی د لېدنې لپاره ورځي. 

هندوستان کې د کرونا ويروس ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له منځ يې ۳۹ د دغه هېواد په ګرم ايالت مهراشترا کې ثبت شوي دي. 

اسوشېټېډ پرېس: کرونا اېټاليا کې؛  ۲۴ ساعتونو کې يې د  ۳۶۸ کسانو وژند واخېست 
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، ايټاليا کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېر ښيي چې د مړو شمېرل ۱۸۰۹ او د ککړو کسان شمېر يې تر ۲۴۷۴۷ تنو ته ورسېد. 

يوازې تېره ورځ په ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۸ کسان د کرونا ويروس له امله په ايټاليا کې مړه شول. له چين وروسته ايټاليا هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس دېری قربانيان لري. له ايټاليا وروسته بيا ايران درېيم ځای خپل کړی. 

اروپا کې د هسپانيا هېواد حکومت  بيړنی وضعيت کړی دی او د کرونا ويروس  مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۰۰ زره کسانو ته رسېدلی دی. 

افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته ورسېد خو تر اوسه کوم کس مړ شوی نه دی. 

جيونيوز: د پاکستان اسلامي روغتيا ټولنه: سپين ږيري دې جوماتونو ته نه ځي 
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د پاکستان دولت د اسلامي روغتيا په نوم ټولنې د خپل هېواد له ستر عمره خلکو او سپين ږيزو غوښتي دي چې جوماتونو کې  د جماعت لمونځ پر ځای دې کورونو کې لمونځونه وکړي او مسجدونه ته له تګ دې ډډه وکړي. 

دغه ټولنې پاکستان کې له نورو خلکو هم غوښتي دي چې د لمونځ لپاره دې اودسونه خپلو کورونو کې وکړي او مسجد ته د تګ پر وخت دې ځان سره خپل لمونځ ټوټې يا جای نماز يوسي. 

د يادونې ده چې نن ورځ مصر کې الازهر بنسټ عالمانو په يوې فتوا کې وويل چې مسلمانانو ته جايزه ده چې د کرونا ويروس له ويرې او د هغې د مخنيوي لپاره جومات کې د لمونځ پر ځای خپلو کورونو کې لمانځونه ادا کړي. 

رشيه ټوډې: انګلستان ټول خپل هغه وګړي چې عمرونه يې له ۷۰ کالونو لوړ دي قرنطين کړل 
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د انګلستان حکومت پرېکړه کړې ده چې د خپل هېواد هغه ټول ستر عمر لرونکي کسان به کورونو او روغتيايي ځايونو کې قرنطين کې چې عمرونه يې له ۷۰ کلنۍ پورته دي. 

د انګلستان روغتيا وزير مت هنکوک رسنيو ته ويلي دي چې حکومت دغه پرېکړه کرونا ويروس سره د مبارزې په پار کړې ده او کرونا ويروس پر هغه کسانو ژر اغېز کوي چې عمرونه يې زيات وي او يا له وړاندې ناروغۍ ولري. 

انګلستان کې د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ ۱۱۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډله يې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

انګلستان د کرونا ويروس مخنيوي لپاره ښوونځي، پوهنتونونه بند کړي دي او همدا ډول يې پر ګڼيزو راټولېدنو بنديز لګولی دی. 

فکس نيوز: له چين، ايټاليا او ايران وروسته هسپانيه څلورم مقام خپل کړ 
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، هسپانيه په نړۍ کې هغه څلورم هېواد شو چې تر تولو ډېر وګړي يې پر کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ کککړ او له امله يې مړه شوي دي. 

هسپانيه کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېر ښيي چې دغه هېواد کې ۲۸۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۷۷۵۳ کسان په دې ويروس ککړ دي. 

چين کې کرونا ۳۲۱۸ تنه، ايټاليا کې ۱۸۰۹ تنه او ايران کې ۷۲۴ تنه مړه کړي دي. دې سره په نړيواله کچه ۶۴۷۰ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. 

افغانستان کې ۲۲ د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي خو تر اوسه کوم کس يې مړ کړی نه دی. د نړۍ په نېږدې ۱۵۰ هېوادونو کې ۱۶۴۴۷۰ تنه په دې ويروس اخته دي. 

بي بي سي انګلېش نيوز: کرونا ويروس اندېښنو سره - سره جاپان د نړيوال المپيک کوربتوب کوي 
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، جاپاني چاوراکي وايي چې د کرونا ويروس د اندېښنو او ويرو سره - سره د المپيک لوبو لپاره چمتوالی لري او اړين تدابير يې ورته نېولي دي. 

د جاپان لومړي وزير شینزو آبه خبريالانو ته ويلي دي چې که څه هم نړۍ کرونا ويروس په سره اخېستې دي خو دی به د پوره چمتوالي سره د سږني کال المپيک لوبې تر سره کړي. 

جاپان په داسې وخت کې د المپيک لوبو د تر سره کېدو وايي چې په دې هېواد کې د کرونا ويروس ۱۴۰۰ مثبتې پېښې بثت شوي دي او ۲۸ کسان يې وژلي دي. 

د ياودنې ده چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د ورزشي لوبو په ګډون ټولې هغه ګڼيزې ناستې او راټولېدنې لغوه او ځنډولې دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو شونيتا لري.