انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس -شپږمه برخه

اوومه سټراټېژي: د همغږۍ توکي په اغېزمنه توګه وکاروئ Use cohesive devices effectively. 
 cohesive devices چې په پښتو ژبه کې د  همغږۍ توکي ورته ويلی شو، دنده يې دا ده چې د يوې لېکنې دننه پرګرافونه، جملې، فقرې او عبارت برخې سره وتړئ.

-  شخصي ضمېرونه personal pronouns: لکه he, she, me, they, his, my....
- اشاروي ضمېرونه demonstrative pronouns: لکه this, that, these, those....
- د پېژندې توري Articles: لکه an, a, the
- د لېږد کلمې Transitions: لکه therefore, moreover, in result of, because....
- او ځيني نورې کلمې لکه persuade, persuasion, persuasive...  د همغږۍ توکي يا cohesive devices شمېرل کيږي. 

د ټافل ازموينې لېکنې يا writing په برخه کې د همغږۍ توکو يا cohesive devices ګټه دا ده چې د تکرار مخه نيسي او په يو بل ډول ستاسې مطلب وړاندې کوي. لاندې دوه بېلګې سره پرتله کړئ. په لومړی پراګرف کې د همغږۍ توکي يا cohesive devices ښه نه دي کارول شوي او تکرار يې ډېر دی، خو په دويم پراګراف کې بيا د د همغږۍ توکي يا cohesive devices په مرستې د تکرار مخه نېول شوې ده. 

لاندې دواړه پرګرافونه کې د اوزون قشر د تخريب په اړه لېکل شوې دي، خو لومړی يې  د همغږۍ توکي يا cohesive devices نه لري، پرګراف اوږد او تکراري دی. بيا دويم پرګراف د اوزون قشر په اړه خبرې کوي، چې د  همغږۍ توکي يا cohesive devices په کې کارول شوي  دي او موضوع په لنډه په ښه ډول تشريح شوې ده. ستاسې لپاره اړينه ده چې د ټافل ازموينه کې د لومړي پرګراف په ډول له لېکنې ډډه او د دويم پراګراف په ډول لېکنه وکړئ.
 


Fisrt, the speaker explains that pollution is depleting the ozone layer. Pollution comes from vehicles, farms, and factories. vehicles, farms, and factories put chemicals into the air. Chemicals, such as Bromine, and Chlorine, rise into the atmosphere, and chemicals easct with ozone layer. When the chemicals react with ozone layer, the chemiacals split the ozone molecules by combining with ozone atoms in each molecule. After the ozone atoms combine with other atoms, the ozone atoms never combine to form ozone again. Becase the ozone atoms never recombine to form ozone again. The ozone’s level goes down over time. 

 

پورته پراګراف کې لېکوال پرته له اړتيا جملې او کلمې تکرار کارولې دي. دلته ځينې کلمې او نظريې د اړيکې او ربط ورکولو لپاره کارول شوې دي. لېکنه کې تکرار، هغه هم  پرته له اړتيا د لېکنې د اوږدوالي سبب کيږي او لوستونکو ته لېکنه ستړې کوونکې کېږي. 
 


Fisrt, the speaker explains that pollution is depleting the ozone layer. The pollution comes from vehicles, farms, and factories. They put chemicals into the air. Chemicals, such as Bromine, and Chlorine, rise into the atmosphere, and they react with ozone layer. During this reaction, the chemicals split the ozone molecules by combining with their atoms. After this combination, the ozoneatoms never recombine to form ozone again. Therefore, the ozone’s level goes down over time. 

 


دويم پرګراف کې د  همغږۍ توکي يا cohesive devices استعمال شوي دي او د تکرار مخه په کې نېول شوې ده او همدا ډول لېکنه راکمه شوې ده. د vehicles, farms, او factories کلمو د بيا استعمال پر ځای دويم پرګراف کې they او their کلمې کارول شوې دي. دويم پرګراف کې د تکرار د مخنيوي لپاره کلمې له يو حالت بل ته تبديلې شوې دي. لکه د combine کلمه د تکرار د مخنيوي لپاره نوم ته اړول شوې ده او د combination په ډول کارول شوې ده.