د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (يوه نۍ/يکشنبه) 

رويټرز: متحدو ايالتو کې د کرونا ويروس پر وړاندې د (حکومت او ګوګل) ګډه مبارزه
روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، ګوګل کمپني د متحدو ايالتو حکومت سره ګډ کار کوي ترڅو هلته د کرونا وژونکي ويروس پر وړاندې مبارزه وکړي او د لا خپرېدو مخه يې ونېسي. 

ګوګل نن ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې يو پراخه وېب سايټ به جوړ کړي او له لارې به يې د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی تر سره کړي. ګوګل د دغه چارې د تره سره کولو لپاره ۱۷۰۰ انجنيران په دنده ګمارلي دي.

د ګوګل مسوولين وايي چې د ياد وېب سايټ له لارې به د کرونا ويروس په اړه مالومات وړاندې او د متحدو ايالتو ټول وګړي به وکولی شي چې د کرونا ويروس نښې - نښانې او په اړه يې پوښتنې شريکې کړې، چې بيا به د همدې وېب سايټ له لارې له حکومتي مسوولين سره شريکې کيږي. 

د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ هم تېره جمعه د ګوګل له دغه هڅې مننه کړې او ويلي دي چې دا اقدام به د متحدو ايالتو وګړو سره مرسته وکړي چې په دې پوه شي، چې آيا دوی په کرونا ککړ دي او کنه. 

اسوشېيټېد پرېس: ايران کې د کرونا وپروس د مړو شمېر ۷۲۴ او د ککړو کسانو شمېر يې ۱۴ زرو ته پورته شو 
روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، له چين او ايټاليا وروسته ايران نړۍ کې درېيم  هېواد دی چې له کرونا ويروس د مړو او پرې ککړو شمېر په کې لوړ دی. وروستۍ شمېرې ښيي چې کرونا ويروس ايران کې ۷۲۴ کسان مړه کړي او تر ۱۴ زره نور پرې ککړ دي. 

تازه د ايران حکومتي چارواکو ويلي دي چې ۱۱۳ کسان له دغه ويروس له امله مړه شوی او په سلګونه نورې نوې پېښې ثبت شوې دي. 

د ايران ولسمشر حسن روحاني نن د نړۍ له مشرانو غوښتي وو چې امريکا دې پر ايران لګول شوي اقتصادي بنديزونه مات کړي ترڅو دغه هېواد له کرونا وژونکي ويروس سره مبارزه وکړي او د لا خپرېدو مخه يې ونېسي. 

له بلې خوا په بيت المقدس کې د اسلام سپيڅلي دين درېيم ترټولو ستر مسجد القصی هم تړل شوی دی. له دې وړاندې سعودي عربستان د حج او عمرې کوونکو پر مخ د مکې مکرمې او مدينې منورې زيارتونه هم وتړل. 

جيونيوز: پاکستان کې په يوه ورځ د پوليو ۱۳ پېښې ثبت شوې
روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، خيبرپښتونخوا ايالت قبايلي سيمو کې اووه او په لاکي مروات، بنو، مردان، نوشهره، باجوړ او دیر تحتاني کې د پوليو يوه - يوه پېښه ثبت شوې ده. 

په دې سره ټول پاکستان کې د پوليو پېښو شمېر ۲۹ ته ورسېد. د خيبرپښتونخوا د روغتيا ايالتي وزير ويلي دي چې په يو ځای د ۱۳ مثبتو پېښو ثبت بې سارې دی. 

۲۰۱۹ کال کې پاکستان د پوليو ناروغانو شمېر ۲۲ وو. پاکستان کې د پوليو تر ټولو ډېرې په خيبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي. 

العربيه: سعودي عربستان ۱۳ مېلېارده، عربي اماراتو ۲۷ مېلېارده او افغانستان ۱۵ مېلېونه ډالر کرونا سره د مبارزې په پار ځانګړي کړي 
روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د سعودي عربستان مرکزي بانک نن ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کرونا وژونکي ويروس سره د مبارزې او مخنيوي لپاره يې ۱۳ مېلېارده امريکايي ډالر ځانګړي بودجه منظوره کړې ده. 

همدا ډول عربي متحدو ايالتو د مرکزي بانک چارواکو ويلي دي چې حکومت يې ۲۷ مېلېارده امريکايي ډالر کرونا سره د مبارزې لپاره منظور کړي دي. 

د نړۍ هېوادونه د نورو اسانتياوو ترڅنګ مېلېاردونه ډالر کرونا سره د مبارزي لپاره ځانګړي کړي دي او دا په داسې حال  کې ده، چې افغانستان کې د جګړې، روغتيايي کمو اسانتياوو او نورو ستونزو ترڅنګ په ۱۵ مېلېونه امريکايي ډالرو کرونا سره مبارزه شروع کړې ده. 

رشيه ټودې: د کرونا ويروس په پر خلکو د چیچن مشر (کادروف) غږ: ورخطا کېږئ مه،  ارام اوسئ يوه ورځ هسې هم مه مرئ
روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د د چیچن مشر کادروف پر خپلو خلکو غږ کړی دی، چې د کرونا ويروس په اړه ډېره ورخطايي مه کوئ، ارام اوسئ، مرګ شته او يوه ورځ به مرئ. 

نوموړي پر خپلو غږ کړی دی چې د کرونا ويروس په اړه دې ډېره اندېښنه نه کوې او ارام دې اوسئ. د چیچن مشر کادروف ويلي دي چې هر څه کيږي د تقدير کار به وي. 

کادروف ويلي دي چې ټول خلک يوه ورځ مري خو د کرونا ويروس د ويرې له امله ځيني خلک له خپل مرګ وړاندې په اندېښنو ځانونه وژني. 

کرونا ويروس او سمهال د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ته رسېدلی دی چې په نړيواله کچه يې د خلکو د اندېښنې راپورته کړي دي.