انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس -پنځمه برخه

شپږمه سټراټېژي: د اضافي او اړتيا ډېرو مسايلو ډډه وکړئ Avoid Redundancy: 
د انګلېسي ژبې Redundancy کلمه، پښتو مانا ده بې ضرورته تکرار، پرته له اړتيا تکرار. يو جمله هغه مهال له Redundancy ځوريږي چې دوه يا له دوه ډېرې کلمې، عبارت برخې او فقرې په کې يوه مانا ولري او تکرار استعمال شي. د Redundancy د مخنيوي لپاره يوه کلمه، عبارت برخه او يا هم فقره وکاروئ او نور لېرې کړئ. 

لاندې دوه جملو کې Redundancy شوې ده، چې يو څو کلمې په يوې مانا سره پرته له اړتيا کارول شوې دي. 


Moreover, I also feel that the new highway will be very noisy as well
Furthermore, the construction of expressway will also be extremely dangerous too


پورته دوه جملې که په لاندې ډول ولېکل شي، نو غوره راځي: 

 

Moreover, I feel that the new highway will be very noisy. 
The construction of expressway will also be extremely dangerous. 

 

لومړی جمله کې Moreover چې سربېره پردې مانا لري؛ also چې همدا ډول مانا لري او too چې د هم مانا لري؛ درې واړه کلمې د يوې مانا په لرولو سره کارول شوې دي. همدا ډول په دويمه جمله کې Furthermore د Moreover يا also مانا لري او استعمال يې Redundancy رامنځ ته کړې. 

لاندې انګلېسي کلمې cause او effect ښيي او غوره دا ده چې له منځ يې يوازې يوه استعمال شي. therefore, because, as a result, since, او due to. لاندې بېلګه دغه کلمې د يوې مانا په لرلو تکرار کارول شوې دي. 


The new highway project will require huge machinery that is loud. Therefore, because of that, local residents will be disturbed. 
The proposed highway will require a lot traffic, carrying heavy loads. As result, due to this, pedestrians could be danger, especially children.  


پورته  جملې که په لاندې ډول ولېکل شي، نو غوره راځي: 


The new highway project will require huge machinery that is loud. Therefore, local residents will be disturbed. 
The proposed highway will require a lot traffic, carrying heavy loads. As a result, pedestrians could be danger, especially children.  


پورته جملو کې د علت او معلول د څرګندولو لپاره therefore, because, as a result, since, او due to په تکرار ډول استعمال شوي دي. 
نور بيا په پنځه برخه کې....