انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس - څلورمه برخه

پنځمه سټراټېژي: کلمې او د جملو جوړښت توپيري ولېکئ Vary vocabulary and sentence struture.
د خبرو په ډول ځيني وخت د لېکنې په برخه کې هم تکراري کلمې او د جملو تکراري جوړښتونه يا sentence strutures کارول کيږي. دا يوه طعبيي پروسه هم ده؛ خلک له هغې څه سره عادات اخلي چې ډېر يې وايي او يايې هم کاروي. ستونزمنه مساله دلته دا ده چې ډېری وخت يو لېکونکی او يا هم خبرې کوونکی دې ته نه وي متوجې چې کلمې او يا هم د جملمو جوړښتونه يا sentence strutures تکرار کاروي. په خبرواو  لېکلو کې د تکرار او بيا ځلې مخه نېول وخت ته اړتيا لري، ترڅو لومړی  دې ته متوجې شئ چې تکرار کلمې او د جملو جوړښتونه استعمالوی او بيا وروسته يې په سمون کار وکړئ. 

هر کله چې ټافل کې د speaking او يا هم writing برخو ازموينه لرd نو په دواړو کې تکرار ګرامري  تېروتنه نه شمېرل کيږي، خو تکرار خبرې او لېکنه ستړې کوونکې ښکاري او همدا ډول د کمزورې لغاتو ذخيرې او ګرامري جوړښتونو ښوودنه کوي. په لويه کې تکرار دا ښيي چې خبرې کوونکی او يا هم لېکونکی کم مالومات لري او هغه کم مالومات تکرار وړاندې کوي. 

نو په دې پار بايد هڅه وشي چې په طعبيي ډول د تکرار عادت له منځه يوړل شي. لکه څرنګه مو چې د لېکنې برخې په نورو سټراټېژيو کې یادونه وکړه، هغه کلمې او د جملو جوړښتونه چې ور سره عادت ياستی وکاروئ او د تکرار مخه ونېسئ. يو بېلګه دا ښوودلی شو چې د people کلمې د بيا ځلې کارونې پر ځای ښه ده چې زده کوونکي، ښاريان، هټۍ وال، مشتريان، کارګران، ميرمنې او نورې کلمې استعمال کړئ. 

په لاندې ډول د کلمو او د جملو د تکرار مخه ونېسئ. 
- I study English. It is easy to learn. 

پورته دوه جملې سره پرتله کړئ. لومړی جمله کې د English کلمه  کارول شوې ده، تکرار يې په دې ډول وي، چې بيا ولېکو/ووايو  English is easy to learn. نو د تکرار د مخنيوي لپاره دويم ځل د English کلمې پر ځای د it کلمه راغلې ده، چې همغه مفهوم لري. 

همدا ډول کولی شئ چې د تکرار د مخنيوي لپاره يوه کلمه له نوم؛  صفت، قيد او فعل ته تبديله کړئ. لاندې بېلګه کې د persist کلمه چې د فعل په ډول د درېدل، ټينګېدل او اصرار مانا ورکوي؛ د صفت، قيد او نوم په ډولونو کارول شوې او د بيا ځلې يا تکرار مخه يې نېولې ده. 


Despite our antidrug laws, drug dealers persist in selling narcotics illegally. 
Although we have antidrug laws, drug dealers show persistence in selling narcotics illegally. 
There are antidrug laws, but drug dealers are persistent in selling narcotics illegally. 
In spite of antidrug laws, drug dealers persistently sell narcotics illegally.
 


پورته څلور جملې؛ د نشه يي توکو ضد قانون سره سره د نشه يي توکو پر خرڅلاوو لېکل شوې دي؛ خو هم يې د جملو جوړښت توپيري دی او هم په کې کلمې. 

نور بي په پنځه برخه کې .....