د انسان او موږکانو ګډې ځانګړنې 

 يوه نوې تر سره شوې څېړنه په ګوته کوي چې  موږکان او انسانان په بيولوژيکي ډول دومره زياتې شريکې ځانګړنې لري چې په تېر کې فکر نه کېدلو. دغه څېړنه په ګوته کوي چې  ښاري وژند، د چاپيريال ککړتيا او خواږه خواړه د انسانانو او موږکانو پر ژوند يو ډول اغېز لري. 

د امريکا متحدو ايالتو د کولمبيا پوهنتون Arbel Harpak نومي پروفېسور په يوې خپلې تازه څېړنه کې چې په ۲۹ موږکانو يې تر سره کړې دا موندلې ده چې د موږکانو اورګانېزم هم د انسانانو په ډول ښاري او پرمختللي ژوند سره توپير کوي. 

دغه څېړنه کې ۲۹ موږکان په قفس کې ساتل شوي او د اوسني وخت خواړه ورکړل شوي دي؛ له هغه موږکانو سره چې بيا په ازاد ډول ژوند کوي پرتله شوي او موندل شوې ده چې په ډي اِن اې کې يې  په لسګونه genes بدلون کړی دی.  

په DNA کې د جنونو بدلون د موږکانو پر چلند، تګ او د خواړ په ډول د انسانانو په څېر اغېز کړی دی. دې څېړنه کې موندل شوې ده چې موږکان  د انسانانو په ډول له پرمختللي چاپيريال سره ژر عادت کوي او مډرن ښاري ژوند  غوره کوي. 

دغه څېړنه په ګوته کوي لکه څه ډول چې انسانانو له کرنيز ټولنې د صعنتي ټولنې سره خپل ژوند تغير کړی دی، په ورته ډول موږکان هم په صعنتي ټولنه کې ژوند بدلولی شي او اوس هم په ډېری هغه کورونو او دفترونو کې چې انسانان اوسي او د موږکانو لپاره د پټېدو ځای شتون ولري؛ موکان هم اوسيږي. 

د يادونه ده چې له ډېر تېر راهيسې د ځينو تجربو لپاره له موږکانو ګټه اخېستل کيږي او ساينس په دې برخه کې خپلې لومړۍ تجربه پر موږکانو سرته رسوي.