انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس - درېيمه برخه

درېيمه سټراټېژي: داسې لېکل وکړئ لکه څه ډول چې خبرې کوئ خو په ډېرې پاملرنې او ښه ډول سره Wrtite as you speak but with better style and more care. 

په عمومي ډول يو ښه لېکوال په هغه ډول لېکنه کوي په کوم ډول چې خبرې کوي. دا په دې مانا نه ده چې خبرې کول او لېکل مکمل په يو ډول تر سره کړئ، خو په کوم ډول چې په عادي توګه خبرې کوئ او په هغه ډول لېکل هم وکړئ؛ پاملرنه زياته کړئ، يو څه يې سټايل بدل کړئ او د جملو جوړښتونه د لېکنې په ډول برابر کړئ. د رسمي خبرو کولو او رسمي لېکنو ترمنځ ستر توپير وخت دی. ښايي چې په کم وحت کې ډېرې خبرې وشي، خو بيا لېکنه په داسې ډول ولېکل شي يو څه ډېر وخت ونېسي. 

ستاسې لېکنه بايد داسې انځور وړاندې نه کړي چې د بل چا په وسيله لېکل شوې ده او له خبرو سره توپير ولري. د لېکنې په برخه کې هغه لغات او د جملو جوړښت استعمال کړې چې تاسې ور سره بلد ياستی، خو له بلدو کلمو او د جملو له جوړښتونو تر ټولو غوره يې انتخاب کړی. 

لاندې دوه پرګرافونه سره پرتله کړئ. لومړی پرګراف خبري دی چې لېکل شوی دی او دويم بيا په ذکر شوې موضوع لېکل شوی پرګراف دی. موضوع دواړو کې يوه ده، په خبرې پرګراف کې په لڼد دول ويل شوې خو بيا د لېکنې په برخه کې  موضوع يو څه ‌ډېره تشريح شوې او غوره کلمې او د جملو جوړښتونه ورته ټاکل شوي دي. 

دغه نظريه (All edcucation should be free) لومړی يوازې په خبري ډول تشريح شوې او بيا پرې يو بل پرګراف لېکل شوی دی، چې د لېکنې بڼه لري. 


Spoken Answer
First, I think education should be free because it will help society. More people can get an education if they don’t have to pay for it. And, because of that, people will create more companies, and this will give a lot of people better jobs, like high-tech jobs in computers. Also, these people will make more money, and they can buy bigger homes and nicer cars. This help other industries, like construction. 


Written Answer
First, I support free education because of social benefits. More students can get an education if they don’t have to pay tuition. The higher number of educated citizens will lead to more companies. Therefore, many propel can have better careers. For example, more graduates can become computers programmers, engineers, or doctors. Moreover, these workers will have higher salaries, so they can afford bigger homes and nicer cars. The increased spending will help other industries, such as constriction. 


اوس پورته دوه ځوابونه  وګورئ، دواړه ډېر ژور توپير نه لري او په يوې موضوع چې وړيا زده کړې دي، لېکل شوي دي. په لومړی پرګراف کې د this, that ضميرونه؛ د so, and... په څېر د تړنې توري کارول شوي دي. او دغه کلمې په ورځني ډول د انګلېسي ژبې په خبرو کې عامې دي. 

دويم پراګراف کې د جملو جوړښت ډېر اوږد نه دی. دويم متن کې د tuition, careers, salaries... په ډول کلمې کارول شوې دي، چې ډېرې پېچلې نه دي خو په ورته وخت کې رسمي بڼه لري. 

نور بيا، په څلورمه برخه کې...