سياسيون ولې د شته ستونزو او ملي ګټو  په وړاندې د اشرف غني په شان نه دي!؟ 

سياسيون ولې د شته ستونزو او ملي ګټو  په وړاندې د اشرف غني په شان نه دي!؟ 
د لوى فکر جادو ليکوال ليکي : (( مهمه دا نه ده، چې څوک څه لري، مهمه دا ده چې څوک څه غواړي؟))

زه چې ډاکټر اشرف غني ته ګورم ډېر پياوړى برېښي او ځان د اولې دورې ريس جمهور نه بلکې د راتلونکې دورې ريس جمهور ويني او په اصل کې دا حقيقت بايد مونږ ټول ومنو، چې محمد اشرف غني د تېرې دورې ريس جمهور وه او د روانې پنځه کلنې دورې ريس جمهور هم ده.

اشرف غني يو ارزښته لرونکى ريس جمهور ده او دا هم بايد ووايم، چې اشرف غني نه يواځې ځان ته ارزښت ورکوي، بلکې ټول مظلوم ولس ته ارزښت ورکوي. حال دا چې، دا مهارت په نورو سياسيونو کې نه ليدل کيږي، ځکه سياسون تر ډېر حده د ملي ګټو په نسبت شخصي ګټو ته ژمن دي.

 کيسه دا ده چې زه زياتره وخت سياسيون تحليلوم، او له تحليل نه وروسته دې نتيجې ته رسېدلى يم : سياسيون تر يو حده د روانو حالاتو په حلاره ښه پوهېداى شي، که په ګډه وغواړي د افغانستان په دننه کې شته ستونزې ډېر ژر حل کولاى شي او لا افغانستان د بريا په لور بولى هم شي. 

خو دلته سوال پيدا کيږي: سياسيون ولې د شته ستونزو او ملي ګټو  په وړاندې د اشرف غني په شان نه دي!؟

 په دا څو ورځو کې چې د سياسيونو بحثونه ګورم ، دوى د روانو ستونزو په حلاره ښه پوهېږي؛ خو سياسيون خپل فکرونه د روانو حلاتو په حلاره کې نه قيد کوي، ځکه دوى ته يوازې اوسنى بد حال ښه ښکاري او د راتلونکي په فکر کې يو هم نه دي. 

برعکس که سياسيون په يو نظر او يوالي سره د روانو ستونزو په وړاندې ودرېږي په شان د اشرف غني، په ډاډ سره وايم چې داخلي ستونزې به