د هنري فورد د مشهورو ویناوو ژباړه

که چیرې تاسې د خپل راتلونکي په اړه کوم فکر ونه لرئ نو هیڅ ښه راتلونکی به  ونلرئ.

ـ  په نړۍ کې هغسې  کسان نشته چې په هغه څه فکر وکړي چې په وس او توان  کې یې نه وي .

ـ  ماته،  د یو ښه او  نوي پیل له پاره یوه غوره لاره ده.

ـ  سوچ کول  یوه ستونزمنه   دنده ده خو دا هغه جریان دی چې په مرسته یې مونږ  کولای شو  د خپلو ذهني فعالیتونو  لاسته راوړنو ته ورسېږو او خپل ځانته سم ژوند برابر کړو نو په دغه وخت کې به وي چې مونږ به د رښتیني ژوند ممثلین یو نه یوازې کتوونکي.

ـ  زما باور دادې چې لوی ذات ټول کارونه کنترولوي او زمونږ لارښوونو ته په هیڅ وجهه اړتیا نه لري نو زه فکر نکوم چې مونږ  یو سم او مقنع دلیل د اندیښنې کولو له پاره ولرو.