ګنهګارغازي   

هو! زه نن دا په لوړ غږ وایم  پرېږده چې ټوله نړۍ یې واوري  و ستا اصلي څهره ورته ښکاره شي  ته! ګنهګار یې  ګنهګار یې، ګنهګار یې.

ته د مرګ لایق وې،ته باید په ذلت کې مړ شوی وای  تا یوه عظیمه  ګناه کوله، افغانان دې له خوبه راویښول ، مګر ته دومره نه پوهېدلې چې د افغانانو ویښول څومره لویه ګناه ده؟ 

ایا تا تاریخ نه وو لوستلی هیڅ معلومات دې نه لرل چې افغانان  په دا دومره ستره نړۍ کې یوازې و یوازې د  خوبونو سره  د زړه له تله مینه لري خپل پرمختګ، خوشالي سوکالي او هر څه په خوب  کې ویني، حتی دوی  خپل ټول ژوند د خوب له پاره وقف کړی  دی  او څوک چې یې ویښوي  مرګ و ذلت ورته  په ډالۍ کې ورکوي.

رښتیا  ما اورېدلي،  چې تا خلک لوړو زده کړو ته هڅول قلمونه دې ورته په لاسونو کې ورکول، غوښتل دې افغانان په عصري پوهې سمبال شي . د نورو سوالګرۍ نه خلاص شي په خپلو پښو ودرېږي،  پردیو هېوادونو ته د  مزدورۍ له پاره  لاړ نه شي،  نورو ته دې ماڼۍ نه جوړوي،  ځانته دې ابادې  کړي او ځان دې پرې هوسا کړي. ښه نو! په دې فکر سره  تا څه غوښتل؟ ته خو باید  ورټل شې و سزا ووینې  ته د سزا نه بلکې د  سزاوو سزاوار وې.

ستا دې خپلې خبرې په یاد دي کنه چې ویل دې:
ـ زه غواړم د یو خپلواک هېواد شاه ووسم.
ـ افغانستان باید صرف د افغانانو له  پاره وي.
ـ که تاسې غواړئ ښکلې ماڼۍ جوړه کړئ نو باید اول یې بنسټ یعنې اردو جوړه کړئ،  بیا نو کولای شئ  له ویرې  پرته د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلئ.

تا همداسې  بې دریغه سلګونه نورې ویناوې هم کړي خو خپلو مخاطبینو ته دې پام نه دی کړی چې څوک دي ؟ نو ته له مونږ نه څه طمعه لرې چې مونږه  څه  کړي وای ها؟ 

واوره ګنهګاره! اوس خو به دې  خپله هم لیدلي وي چې افغانان د څه شي سره مینه لري اوس  خو به پوه شوی یې چې ته باید د بهرنیانو نه  نرم نرم بسترونه وغواړې نه تحصیلي بورسونه.

اوس خو به پوه شوی یې چې،  یو څوک د خپل خوږ خوب نه ویښول  څه سزا لري.
اوس خو به پوه شوی یې چې، د آزادۍ و پرمختک فکر لرلو پایله یعنې څه.

هو! ته پوه شوی وې ځکه خو اوس همغو افغانانو ته اتل  یې هر کال دې په قبر ګیډۍ ګیډۍ ګلان ږدي شاعران شعرونه وایي ، سندرغاړي یې په سندرو لمانځي اوس  ټول په یو غږ لګیا دي:
شاه غازي امان الله 
شاه غازي امان الله 

اوس دوی وایي:
چي یې غږ  د آزادۍ  پر  جهان  خپور کړ
د امـــــــــان هغه  نارې  ته   مي سلام دی

 اوس  ته ډېر ښه  او بې جوړې سړی یې، پوهېږې  ولې؟  ځکه تا هم د خاورو بړستن واغوسته،  ته هم ویده یې دوی هم ویده دي ، اوس دواړه په یوه لاره روان یې و ترمنځ مو اختلافات نشته  خو يو  څه چې له پخوانه تر اوسه پورې په خپل حال  پاتې و هیڅ تغییر  یې  ونه کړ  هغه د افغانانو مینه ده له  خوب سره اوس خو خپله آزادي  هم  د ګرمې بړستنې لاندې په ډوبو   خوبونو کې لمانځي ...