ښوونځی 

کوچنۍ د خپل مکتب بکس  نه د ګوډۍ  په بڼه جوړ شوي ګلابي رنګ پنسل پاک  راواخیسته غوښتل یې چې پلاستیک یې ورخلاص کړي خو  د مور هغه خبره یې  رایاده شوه چې ورته ویلي یې وو: 

"دده پلاستیک به هغه وخت خلاصوې چې مکتب دې پیل شي"  ګوتې یې ودرېدې، شاوخوا یې ورته ښه ځیر ځیر وکتل،  بیرته  یې کیښود  او د بکس مخکینی جیب زنځیر یې   بیرته کش کړ. 

 ورپسې یې د   کوټې  کونج ته پام شو چې مورکۍ یې لمونځ کوي،  منډه یې کړه،  یو اوږد سالو یې له ځانه تاو راتاو  کړ کړکۍ کې ایښودل شوی جاینماز یې واخیست،  سرچپه یې وغوړوه،  لا ولاړه نه وه چې لاسونه یې  په داسې بڼه پورته کړل چې نه د اوږو په سر وو او نه هم  د غوږونو نرمې ته نږدې،  بیا سمدلاسه  یې یوه سیځله (سجده)  کېښوده ،کښیناسته، د سترګو له کونجه یې خپلې مورته کتل چې شونډي یې خورېږي  ده هم د خپلو  شونډو په خورولو پیل وکړ، شیبه  نه وه تیره شوې چې ښي  وکیڼ خواته یې ژر ژر مخ واړوه، لاسونه  یې  پورته کړل، خپلې کوچنۍ کوچنۍ رڼې سترګې یې د اسمان په لورې واړولې او  په نرمه ژبه یې وویل چې:

خدایه!  دا وار مکتبونه شروع کړه،  بیا یوه ورځ هم غیر حاضري نه کوم،  ولا، په خدای، ایندغه مور مې دې شاهده وي. 

بیا یې غبرګ لاسونه په مخ کش کړل د کوټې ور یې پرانیست ، خپل  پوړنې یې هم  دهلیز کې وارتوه، د کور انګړ ته ووتله خو د خور دا غږ یې  تر ډېره اورېده چې: 
هی! تا بیا نن جاینماز داسې  پریښې  و ترینه تللی یې ...