د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه) 

اسوشېټېډ پرېس: مارک اسپر: افغانستان کې د سولې لاره اوږده، لوړې - ژورې لرونکې او له کړکېچونو ډکه ده 
د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په اړه خبرې ناسته درلوده او د افغانستان د راتلونکې سولې په اړه يې خبرې کړې. 

اسپر ويلي چې افغانستان کې د سولې لار اوږده، لوړې - ژورې لرونکې او له کړکېچونو ډکه ده. نوموړي هيله ښوودلې ده چې افغان حکومت او وسله وال طالبان به د بين الافغاني خبرو له لارې سره د سولې هوکړې ته  ورسيږي. 

دفاع وزير وايي چې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير مشري کوي. 

نوموړي ويلي دي چې لومړی به د ۱۳۰۰۰ زره پوځيانو له ډلې ۸۶۰۰ پوځيان بهر کيږي، له هغې وروسته به وضعيت ته کتل کيږي او د نورو پوځيانو د وتلو په اړه به فکر کيږي. 

مارک اسپر ټېنګار کړی دی چې متحد ايالت به د طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات بس کړي خو په افغانستان کې د داعش، القاعده او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې چې د امريکا ملي امنيت ته ګواښ دي، عمليات جاري وساتي. 

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک اړوند؛ د مارچ مياشتې په لسمه يا له هوکړه ليک لس ورځې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شي، خو طالبان د بين الافغاني خبرو وړاندې د پنځه زره طالب بنديانو په خوشي کېدو او افغان حکومت د بين الافغاني خبرو په جريان کې د طالب بنديانو پر خوشي کېدو ټېنګار کوي. 

فرانس پرېس؛ ساينس پوهان: د هوا ککړتيا هر کال نهه مېلېونه کسان وژني 
هغه ناروغۍ چې د ککړې هوا له امله رامنځ ته کيږي هر کال په نړۍ کې تر نهه مېلېونه کسانو د ژوند اخېستلو سبب کيږي. شوې څېړنه په ګوته کوي چې ککړه هوا سبب کيږي چې د خلکو ژوند د درېيو کالونو په اندازه راکم کړي. 

دغه راپور کې ويل شوي دې چې ککړه هوا هر کال د مالاريا په په پرتله ۱۹ ځلې، د ايډز په پرتله نهه ځلې او د شرابو په پرتله ۳ ځلې ډېر کسان وژني. 

د زړه ناروغۍ، د وينې لوړ فشار، د سږو ناروغۍ، شکر او ځيني نورې هغه ناروغۍ دي چې د ککړې هوا پر اساس رامنځ ته کيږي او يا يې هم ککړه هوا خطر ډېروي. همدا ډول د سږو سرطان شپږ سلنه لامل ککړه هوا ښوودل شوې ده. 

د ککړې هوا تر ټولو ډېره اغېزمنه سيمه د اسيا وچه ده او بيا په دې وچه کې هندوستان، پاکستان او چين هغه هېوادونه چې ککړې هوا يې د وګړو ژوند راکم کړی دی. په اروپا کې بيا بلغاريا، هنګرۍ او رومانيا ډېره ککړه هوا لري. 

د روغتیا نړيوال  سازمان هم مني چې هر کال اته مېلېونه او اته سوه زره کسان د ککړې هوا له امله درې يا څلور کاله مخکې د خپل اصلي ژوند  مري. 

الجزيره: پر چارواکو يې (پوزبندونه اغوستي)؛ کېم جونګ اون د شمالي کوريا د نوي وسلو د ازمويلو ننداره کوي 
 شمالي کوريا نن ورځ څلور راکټونه ازمويل. د راکټونو توغولو دغه مراسمو ته د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون او پوځي لوړپوړي چارواکي ورغلي وو. 

د شمالي کوريا په دولتي رسنۍ خپره شوي انځورنه ښيي چې لوړپوړو دولتي او پوځي چاراکو د کرونا ويروس له ويرې مساکونه يا پوزبندونه اغوستي او کېم جونګ اون د خپلو نوې وسلو ننداره کوي. 

چين کې د کرونا ويروس د خپرېدو وروسته شمالي کوريا هم د دغه ويروس د مخنيوي په پار جدي اقدامات پيل کړي دي او ګڼيزې پوځي راټولېندې يې بند کړي دي. 

جيونيوز: هند نوي ډيلي کې د ايران سفير (علي چګني)  احضار  کړ
د هندوستان بهرنيو چارو وزارت نوي ډيلي کې د ايران سفير علي چګني د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د وروستيو څرګندونو په اړه  ورغوښتی يا احضار کړی دی. 

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت له سفير علي چګني څخه د جواد ظريف د هغه څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی دی، چې هندوستان کې يې د تابيعت قانون پر سر د راپورته شوي تاوتريخوالي په اړه کړې دي. 

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې هندوستان کې د تېرې اوونۍ تاوتريخوالي د دغه  کورنۍ مساله ده او ايران ته نه په کار چې د هند په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي. 

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف نن ورځ په يوټېت کې ليکلي وو، چې هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې پلان شوی او منظم تاوتريخوالی روان دی چې د هندوستان حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي. 

رويټرز: د کاتوليک عيسويانو مذهبي مشر (پاپ فرانسیس) کې د کرونا ويروس نښې 
 ايټاليا کې د کاتوليک عيسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په اړه تېره اوونۍ داسې راپورنه خپاره شول چې نوموړي کې د کرونا ويروس نښې لېدل شوې دي او ښايي چې په ياد ويروس اخته شوی وي. 

په دې اړه ايټاليا کې روغتياپالانو ويلي دي چې د نوموړي معاينه يې د کرونا ويروس د تشخيص لپاره روغتون ته لېږلی وو او څرګنده شوې ده، چې دی په کرونا نه دی اخته. مسوولين ويلي دي چې زکام او نورې نښې چې په عام ډول يې د کرونا ويروس ناروغان لري؛ په پاپ فرانسیس کې هم لېدل شوې دي، خو نوموړی کرونا ويروس نه لري. 

پاپ فرانسیس چې هره ورځ په مذهبي چارواکو له سلګونه مشرانو او عامو خلکو سره ګوري، له تېرې يوې اووني يې ناستې او لېدنې ځنډولې دي. پاپ فرانسیس ۸۳ کاله عمر لري او پخوا يې د يوې ناروغۍ پر اساس يو سږی لېرې شوی دی. 

ايټاليا کې اوس مهال ۲۰۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته دي او همدا ډول هغه کسان چې ژوند يې کرونا ويروس اخېستی دی ۵۴ تنو  ته رسېدلی دی. 
 
سکای نيوز: آپل شرکت د ۵۰۰ مېلېوته امريکايي ډالرو جريمې پر ورکړې هوکړه کړې 
روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، د ټېکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ ستر شرکت منلې ده چې د خپلو ايفون موبايلونو د پخوانيو ډولونو د قضدي سستۍ په بدل کې به ۵۰۰ مېلېونه امريکايي ډالر جريمه ورکوي. 

ايفون کمپني تورنه ده چې له ۲۰۱۷ کالونه وړاندې يې خپل پخواني موبايلونه په دې موخه سست يا slow کړي وو چې خپلو نويو موبايلونو ته بازار پيدا کړي. آپل په دې اړه خپلو مشتريانو ته وړاندې وو ورکړی. 

که څه هم د آپل شرکت د ۵۰۰ مېلېونه امريکايي ډالرو د ورکړې جريمه منلې ده خو ويلي دي چې د موبايلونو دسستوالي موخه يې نوي موبايلونو خرڅلا نه بلکې په دې پار وو چې د موبايلونو بېټرۍ سم کار وکړي. 

خو د آپل کمپنۍ د دغه استدلال په بدل کې ځيني مشتريانو ويلي دي چې که چېرې دوی ته دا ويل شوي وای، نو د نوي ايفون پر ځای به يې يوازې نوې بېټرۍ اخېستې وای. 

انډېپېنډېنټ: د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته همجنسګر نوماند: (پیت باتیګیګ) له يو بل نارينه سره واده کړی او نن يې د خپل خاوند په توګه ښکول کړ
روهي (درې نۍ/۱۳ د کب)، پیت باتیګیګ چې اته دېرش کاله عمر لري اوس مهال د متحدو ايالتو ديموکرات ګوند له خوا د دغه هېواد د ۲۰۲۰ز کال ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دی. 

نوموړي نن په عام محضر کې يو بل کس چې ده ور سره واده کړی دی، ښکول کړ او نوموړي ته يې د خپل خاوند خطاب وکړ. 

پر ټولنيزو رسنيو د پیت باتیګیګ دغه کار په خپله د يو يو شمېر امريکايانو غبرګونونه هم راپورته کړي دي. دوی په غبرګونونو کې ليکلي دي چې د سياسيون لپاره که څه هم د همجنسګرۍ ملاتړي وي،  خو ورته  نه ده په کار چې په عام محضر کې دا ډول کار وکړي. 

يو امريکايۍ ميرمنې په څرګندون يا کمېنټ کې ليکلي دي، چې مونږ هم د ديموکراسۍ په دور کې ژوند کوو او عمر مې تر ۶۰ رسېدلی دی، خو ما تر اوسه خپل خاوند هم د خلکو په منځ کې نه دی ښکول کړی. 

له سويلي افريقا د فېسبوک يو بل کارن ليکلي، چې ښايي په امريکا کې د ميرمنو کمۍ وي، چې دوی سړي له سړي سره واده کړی او يو - بل ته خاوند او ميرمن وايي. دلته افريقا کې نجونې زياتې دي او مونږ به ور سره مرسته وکړو. 

په امريکا کې  ځيني کسان چې د همجنسګرۍ ملاتړي دي ښځو له ښځو او نارينو له نارينو سره وادنه کړي دي.