د سويډن د بهرنيو چارو وزير : په سويډن کې چاودنې ترهګريزې پېښې وې

 د سويډن د بهرنيو چارو وزير ، په خپله ويب پاڼه کې په ډاګه کړې ، چې دسويډن په پلازمېنه ستکهولم کې چاودنې ترهګريزې پېښې وې.
دغه وزير ويلي، چې د پېښې مخکې دوی ته له دې امله ګواښمن پيغامونه رسيدلي وو، چې دوی په افغانستان کې پوځي شتون لري.
تير مازديګر دوه پرله پسې چاودنو د سويډن پلازمېنه ستکهولم ولړزاوه او په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.