د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (يوه نۍ/يکشنبه) 

اسوشېټيډ پرېس: طالبانو په ۲۰۱۰ کې د خبرو او سولې تړون د لاسليک ويلي وو خو امريکا يې وړانديز رد کړ 
تېره ورځ قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون د لاسليک په اړه اسوشېټيډ پرېس په يوې خپرې شوې مقالې کې دغه تړون او له دې وړاندې وختونو ته کتنه کړې ده. 

په دې مقاله کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له قوله ليکل شوي دي، چې د طالبانو اوسني سياسي مشر ملا عبدالغني بردار په ۲۰۱۰ کې له امريکا غوښتي وو چې خبرو ته سره کيني او د خبرو له لارې سولې ته ورسیږي، خو هغه وخت يې امريکا وړانديز رد کړی وو. 

امريکا نه يوازې د طالبانو دغه وړانديز رد کړ، بلکې د پاکستان  ای اِس ای په مرسته د امريکا استخبارتي ادارو  ملا عبدالغني بردار ونېول شو او زندان ته واچول شو، چې بيا په ۲۰۱۸ کال کې ازاد شو. 

امريکا له طالبانو سره پټې خبرې په ۲۰۱۳ کال کې پيل کړې او ورپسې په ۲۰۱۸ کال کې ولسمشر ټرمپ زلمی خليلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره رسمي استازی وټاکلو.

دغه مقاله کې ليکل شوي دي چې داعش وسله واله ډله چې طالبان او امریکا دواړه د دښمن په سترګه  ورته ګوري، د دغه شوي تړون له لارې به امريکا او طالبان سره ملګري کړي او د داعش پر وړاندې به ګډ سنګر ونېسي. 

اسوشېټيډ پرېس په يادې مقاله کې له تړون وروسته د بين الافغاني خبرې، جمهوريت او که د طالبانو امارت او د ښځو حقوق هغه مسايل ليکلي دي، چې حل به يې وخت ونېسي او ستونزمن به وي. 

الجزيره:  په نېږدې راتلونکې به له طالب مشرانو سره شخصی لېدنه وکړم 
 د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغان جګړې د سولې تړون هرکلی کړی. 

نوموړي په يوې ټلويزوني مرکې کې ويلي دي چې په نېږدې راتلونکي کې به په خپله طالب مشرانو سره وګوري. نوموړي د افغانستان له ګاونډ هېوادونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي. 

ټرمپ په خپلو خبرو کې ويلي دي چې هغه وخت رارسېدلی دی چې له کالونو وروسته خپل خلک کورونو ته ستانه کړي. ولسمشر ټرمپ ويلي چې خپل ۸۰۰۰ سرتيري به هېواد ته راوغواړي. 

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې له تړون کومه سرغړونه وشي نو مونږ به بېرته پخواني دريځ ته لاړ شو، داسې دريځ چې پخوا چا نه وي لېدلی. 

جيونيوز: د ګډ ژوند ثمره يې يوه لور؛ سیرا او  شهروز له يو بل د ژوند لارې بېلوي 
 د پاکستان فلمي صنعت نوموتي اداکارې سيرا او خاوند يې شهروز پرېکړه کړې چې يو بل ته طلاق ورکړي. دوی دغه خبر پر انسټګرام شریک کړی دی. 

سیرا او  شهروز نېږدې اووه کاله وړاندې واده کړی وو او د ګډ ژوند ثمره يې يوه لور ده. دغه جوړې ويلي دي چې نه حل کېدونکي ژور د نظر اختلاف سبب شوی چې دوی لارې سره جدا کړي. 

سیرا پر انسټګرام ليکلي دي چې دوی په ګډه د خپلې لور پالنه کوي. نوموړې له ټولنيزو رسنيو غوښتو دي چې شخصي ژوند کې يې له څرګندون او لاس وهنو ډډه وکړي. 

رويټرز: د نړۍ تر ټولو اوږده پېزا؛ ۱۰۳ متره اوږدالی لري 
ايټاليا کې يو رستورانټ د لومړي ځل لپاره د نړۍ تر ټولو اوږده پېزا پخه او نندارې ته وړاندې کړه. دغه بېزا ۱۰۳ متره اوږدوالی لري. 

د رستورانټ مسوولين وايي چې دغه پېزا کې لسګونه کارګرو کار کړي او جوړولو يې څلور ساعته وخت نېولی. د پېزا نوی رېکارډ خپل کړ. د رستورانټ مسوولين وايي چې له دې کار يې موخه د توجو جلب او د خپلې وړتيا ښوودل وو. 

د نړۍ په بيلا بيو برخو کې هوټلونه او نورې ادارې د نړيوال رېکارد د جوړولو په پار ځيني وخت ښېښنده کارونه تر سره کوي، چې تر ټول لوړ يې د ګېنس په نوم د رېکارډونو په کتاب کې ثبت کيږي. 

ټايمز اف انديا: د هند بالېوډ اداکارې (شرتي هاسان) اصلي او د پلاستيک - جراحۍ څېره 
 د هندوستان د بالېود سېنما مشهوره اداکاره شرتي حسن مني چې د نورو فلمي لوبغاړو په ډول يې يو څه پلاستيک جراحي کړې خو هغه خبرې دروغ بولي چې ګواکي نوموړې د ټول مخ پلاستيک جراحي کړې. 

نوموړې مني چې د خپلو شنډو يو برخه کې  يې پلاستيک جراحي کړې ده او دا هغه څه دي چې ډېری فلمي لوبغاړي يې په عادي ډول تر سره کوي. 

شرتی هاسان د ممبۍ هندارې په نوم ځايي رسنۍ ته ويلي دي، "زه له خلکو نه يم چې د ځان ښايست لپاره پلاستيکي جراحۍ وکړي او بيا يې نه مني. زما پلار او مور د شهرت لرونکو وو، نو د يوې مشهورې کورنۍ د لور په توګه زما څېره هر چا لېدلې ده او نه شم کولی دروغ ووايم." 

دغه فلمي اداکاره وايي چې پوزه يې د پېښو له امله ټپي شوې او کږه شوې وه او يوازې په دې موخه چې خپل پوزه سمه کړې، عمليات يې تر سره کړي. 

شرتی هاسان وايي چې د خپلو وېښتانو، وزن، روغتيا او رنګ خيال په طعبيي ډول ساتي. 

شرتی هاسان د وېلکم باک په نوم فلم کې ښه وځلېده او راتلونکی فلم چې نوموړې په کې مرکزي رول تر سره کړی، Devi نوميږي. 
 
سکای نيوز: آس په الوتکه کې؛  پېلوټانو او د الوتکي عملي ورسره څنګ سولک کړی؟ 
 رونیکا نومي يوه امريکايۍ ګرځندوۍ ده او په ډېری سفرونو کې خپل فرېډ نومی آس هم له ځان سره وړي. نوموړي دا ځل د امريکا د دالاس او تګزاس،  کالېفورنيا ته الوتنې درلودې چې اس هم ملګريتا کوله. 

رونيکا خپل آس ته د الوتکې لومړۍ څوکۍ يا بزنس سيټ نېولی وو. نوموړي ويلي دي چې د الوتکې پېلوټانو او عملې له دي او اس سره يې ښه سلواک کړی او الوتکې ته د آس پورته کولو په وخت يې ور سره مرسته کړې. 

دي خوښه وه چې آس يې نړۍ ور سره ګوري او د طعبيت له رنګونو خوندي اخلي. رونيکا زياتوي چې له دې وړاندې يې هم په هوايی سفرونو کې آس ملتيا کړي، خو ځيني وخت د الوتکې د عملې چلند ښه نه وي. 

د الوتکې دننه مسافرو هم دا يو په زړه پورې شيبه بللې او د فرېډ نوي آس سره يې انځورنه اخېستې. رونيکا د فرېډ په نوم خپل آس ته فېسبوک پاڼې هم جوړه ګړې ده؛ چې خپلې او د آس خاطرې پرې شريکې  کوي. 

سي اِن اِن: سويلي کوريا داسې موبايل آپ جوړ کړی چې شااوخوا موقعيت کې د کرونا ويروس ناروغانو په اړه خبرداری درکوي 
 وروسته له هغې چې له چين خپور شوی کرونا ويروس د کوريا ټاپوزمې ته ورسېد، د سويلي کوريا پروګرام جوړونکو او کمپيوټر متخصصینو د ټېکنالوژۍ له لارې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه پيل کړه. 

اوس مهال دوی داسې يو موبايل آپلېکېشن جوړ کړی دی چې کولی شي هغه سيمه کې خبرداری ورکړي چېرته چې کرونا ويروس اغېزمن کسان شتون لري. دا په سويلي کوريا ۱۵م تر ټولو ډېر راښکته شوی موبايل آپ دی. 

د دغه موبايل آپلېکېشن جوړونکی لي جون-جوان وايي چې دغه موبايل اپ يې د فيبرورۍ په ۱۱ مه نېټه ګوګل پلي سټور ته پورته کړ او تر اوسه له يو مېلېون ډېرو کسانو راښکته کړی دی. 

هر کله چې دغه آپلېکېشن فعال وي نو شااوخوا سيمه کې که څوګ په کرونا ويروس اخته وي، په ګوته کوي يې او کارن ته يې په اړه خبرداری ورکوي. 

لي  جون-جوان وايي چې موبايل کې د دغه آپ فعال ساتل که يو څوګ پلی وي او يا هم په موټر د هغه ځای په اړه خبرداری درکوي چېرته چې پر کرونا ويروس اخته ناروغان شتون ولري.