د بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي ترکیب

د افغانستان د سولې پروسه د شاوخوا دوو کلونو را پدیخوا په عملي توګه د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تحریک تر منځ په قطر هیواد کې پیل شوې چې وروسته له اوږدو او ستونځمنو پړاوونو او پرله پسې ناستو، بلاخره د سولې لومړنۍ هوکړې ته ورسیده چې نن به یې موږ د لاسلیکیدو شاهدان اوسو.
 
بین الافغاني مذاکرات د متحده ایالاتو او طالبانو تحریک تر منځ د سولې هوکړه لیک یوه مهمه برخه ده چې شاوخوا لس ورځې وروسته د دې هوکړه لیک څخه به د دواړو افغان لوریو (په کور دننه افغان پلاوی او طالبانو تحریک) تر منځ په رسمي توګه پیل شي.
 
افغانانو وروسته له څه باندې څلورو لسیزو جګړې او ناورین، د سولې لوی فرصت ته لار موندلې او لازمه ده تر څو د دې فرصت څخه د جګړې د ختمیدو او د امن او ټیکاو لپاره ګټه واخلي. چې په پایله کې به د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یوې مطلوبې پایلې ورسیږي.
 
د بین الافغاني پلاوي د جوړښت لپاره د افغانستان حکومت او سیاسیون په خبرو او مشورو بوخت دي تر څو یو هر اړخیز پلاوی وټاکل شي.
 
انګیرنه دا ده چې د دې پلاوي لپاره تر ډیره د  حکومت، ګوندونو، سیاسي مشرانو او مدني ټولنې څخه یو مرکب پلاوی وټاکل شي. خو ویره دا ده چې د افرادو او ډلو سلیقه که پکښې په نظر کې ونیول شي نو اټکل کېږي چې دا پلاوی له تخنیکي اړخه یو قوي پلاوی نه وي.
 
د بین الافغاني خبرو لپاره له تخنیکي اړخه پلاوی باید ټول شموله، قوي او د یو منظم جوړښت څخه برخمن وي.
 
اټکل کیږي چې دا پلاوی د ۱۸ څخه تر ۲۱ پوري غړي ولري. که چیرې دا پلاوی په لاندې ترکیب سره جوړ شي، نو یو هر اړخیز او له تخنیکي پلوه قوي پلاوی وي.
 
 
د بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي ترکیب
پورتني جوړښت ته په کتو به دغه ترکیب په شپږو برخو کې چې ۲۱ غړي به ولري په لاندې ډول جوړ شي:
۱ -  رئیس ۱ غړی
۲ – حکومتی استازي ۳ غړي
۳ – سیاسیون ۷ غړي
۴ – د ولس استازي ۶ غړي
۵ – د ښځو استازې ۲ غړي
۶ – د بشري حقونو او مدني ټولنې استازي ۲ غړي
 
۱ – رئیس
ښاغلی محمد حنیف اتمر
ښاغلی اتمر په سیاسي لحاظ یو زیرک او د سیاسي تدبیر لرونکی شخصیت دی، د اړیکو د جوړولو ښه وړتیا لري، د هیواد او سیمي په حالاتو پوه، با تدبیره او د سیاسي محاسبې څښتن کرکټر دی. سربیره پر دې نوموړی د مذاکراتو په اصولو ښه بلد او د اسلامي حزب سره د سولې بریالۍ تجربه هم لري.
 
ښاغلی اتمر د هیواد په کچه د یو مذاکراتي پلاوي د مشرۍ لیږد وړتیا لري او پوره تمه ترې کېږي چې دغه مذاکرات په دقت، تدبیر، حوصله مندۍ او زیرکتیا سره پر مخ یوسي.
 
۲ – د افغانستان حکومت
د افغانستان حکومت د حکومتي دستګاه له آدرسه باید ۳ صلاحیت لرونکي استازي د قضائیه قوې د رئیس، د سولې وزیر او د ملي امنیت د شورا مشر په ګډون دې هیئت ته ور وپیېژني تر څو د حکومت له اړخه په بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.
 
د حکومت استازي به ټول هغه موارد چې په بین الافغاني ناسته کې حکومت ته راجع کېږي له حکومت سره شریک او همغږي کړي.
 
۳ – سیاسیون
که څه هم د سیاسیونو شمیر زیات دی او که ټولو ته په دې ناسته کې ونډه ورکړل شي، نو مذاکره کوونکی پلاوی به د ټاکل شوي معیار څخه چې د ۱۸ نه تر ۲۱ کسانو پورې دی زیات شي او د یاد شمیر څخه د زیاتیدو په صورت کې به د پلاوي مؤثریت تر سوال لاندې راشي. پر دې اساس دغه ټیم باید تر اوو کسانو پورې په لاندې ترکیب سره جوړ شي:
استاد عبدالرب رسول سیاف
حامد کرزی
ډاکټر عبدالله عبدالله
ګلبدین حکمتیار
عطا محمد نور
حاجي محمد محقق
او محمد شاکر کارګر
 
د ټاکنې معیار:
استاد عبدالرب رسول سیاف
استاد سیاف د یو مشر او سپین ږیري په صفت چې تر نورو سیاسیونو د افغانستان په قضایاوو کې تر ډیره دخیل پاتې شوی او کله نا کله یې د طالبانو تحریک پر وړاندې چیلنجونه هم ورکړي، نو لازمه ده چې په دې ترکیب کې ځای ولري او خپل منطقي دلایل د سولې د راتګ لپاره مطرح کړي. د ښاغلي استاد سیاف موجودیت په دې مذاکراتو کې د یو مشر په صفت مؤثر تمامیدای شي.
 
حامد کرزی
ښاغلی کرزی د افغانستان په تیر شل کلن پړاو کې ۱۳ کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شویږ ده د خپل حکومت پر محال هر کله د طالبانو تحریک سره د مذاکراتو او سولې پرله پسې وړاندیزونه کړي و هیڅکله یې د افغانستان د جګړې پلوي نده کړې او آن پر ځینو مواردو کې یې د بهرنیانو سره د جګړې د پای ته رسیدو په خاطر اړیکې تریڼګلې شوي. پر دې اساس د ښاغلي کرزي شتون په دې پلاوي کې اړین ګڼل کېږي او خورا مؤثر تمامیدای شي.
 
ډاکټر عبدالله عبدالله
ښاغلی ډاکټر عبدالله د یو لوی سیاسي ټیم په استازیتوب د دې ترکیب په جوړښت کې خورا مؤثر تمامیدای شي. ښاغلی عبدالله یو هوښیار او ملي ګټو ته ژمن سیاستمدار دی او د ټاکنیزو سیالیو پر محال یې څو څو ځله په ټینګار سره ویلي”که چیرې سوله راځي، نو زه د افغانانو د دې ستر ارمان لپاره حاضر یم چې له ټاکنو او موقف څخه لاس په سر شم.” چې د ښاغلي ډاکټر عبدالله دغه موقف په خپله د ده ژمنتوب ملي ګټو ته څرګندوي.
 
ګلبدین حکمتیار
ښاغلی حکمتیار د بین الافغاني سولې یوه ژوندۍ بیلګه ده چې حضور یې په دې مذاکراتو کې له روحي اړخه د مذاکراتو روحیه بډایه کولای شي او د طالبانو تحریک ته دا په ډاګه کولای شي چې په سوله کې آرامه ژوند، خوندیتوب، عزت او د مشروع واک ترلاسه کولو فرصت شته.
 
عطا محمد نور
ښاغلی نور د هیواد په کچه یو پیژندل شوی شخصیت دی او د یوې لویې سیاسي طبقې استازیتوب کوي. نوموړی یو پیژندل شوی جهادي قوماندان، ځواکمن والي او د هیواد په شمال کې یو له تاثیر لرونکو څیرو څخه شمیرل کېږي چې په تیرو ناستو کې یې هم د طالبانو له تحریک سره په مسکو کې ګډون کړی وه.
 
حاجي محمد محقق
ښاغلی محقق د هزاره شریف قوم په استازیتوب او د دې قوم د یو مخور په صفت چې په هزاره ټولنه کې پراخ محبوبیت او تاثیر لري باید په دې ترکیب کې ځای پر ځای شي. ښاغلی محقق د مذاکرې ښه وړتیا لري او پخوا یې هم د طالبانو د تحریک سره د مسکو په غونډه کې برخه اخیستې وه.
 
محمد شاکر کارګر
ښاغلي کارګر ته د ترک توکمو په استازیتوب په دې ترکیب کې باید ځای ورکړل شي. نوموړی یو هوښیار، با درایته او تکړه سیاسي شخصیت دی چې په تخنیکي لحاظ د پلاوي په ترکیب کې مؤثر تمامیدای شي.
 
۴ – د ولس استازي
د افغانستان د خلکو په استازیتوب باید د ولس استازي چې د مذاکرې ښه وړتیا لري د دواړو مجلسونو څخه غوره شي.
 
د سنا مجلس څخه د دې مجلس رئیس او یا یو غړی او پاتی پنخه کسان باید د ولسي جرګې څخه د زونونو پر بنسټ یو یو استازی وټاکل شي.
 
۵ – د ښځو استازې
د افغانستان د ښځو په استازیتوب باید دوه تنه ښځې چې د مذاکرې قوي وړتیا ولري بین الافغاني مذاکراتو ته غوره شي تر څو وکولای شي د مذاکراتو په لړ کې د ښځو د حقونو څخه دفاع او استازیتوب وکړي.
 
۶ – بشري حقونه او مدني ټولنه
د افغان جګړې په اوږدو کې تر ډیره بشري حقونه تر پښو لاندې شوي چې مسؤلیت یې د جګړې لورو ته ور ګرځي. له همدې کبله اړینه ده چې د بشري حقونو او مدني ټولنې ۲ استازي په تیره ۲۰ کلنه جګړه کې د بشري حقونو د نه په پام کې نیولو او د نه درناوۍ په اړه یو مستند جوړ کړي او د مذاکراتو په لړ کې یې دواړو لورو ته وړاندې کړي چې د دې ورانوونکې جګړې په پایله کې بشري حقونو ته څومره سپکاوی شوی.
 
دا مستند به د مذاکراتو پر روحیه باندې خورا زیات تاثیر ولري.
پورتني ترکیب ته په کتو که چیرې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی له کمي او کیفي اړخه په پورتني ترکیب سره جوړ شي، نو تر ډیره د دې امکان شته چې بین الافغاني مذاکرات په لنډ وخت کې او په خورا مؤثریت سره پای ته ورسېږي او افغانستان یوې تلپاتې سولې ته لاس رسی و مومي.