ويکي ليکس : امريکايي دېپلوماتانو ته د جاسوسۍ دنده هم سپارل کيږي

 په نيويارک ټايمز کې د ويکي ليکس د نويواسنادو له مخې په بهر کې امريکايي دېپلوماتانوته دنده سپارل کيږي، چې د اړونده ملک دمهمو اشخاصو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه او امريکې ته واستوي. په دغو مالوماتو کې د مهمو اشخاصو د بزنېس کارت نمبر، د کرېډېټ کارت نمبر، د کار په اړه مالومات او د سفر جزئيات غوښتل شوي. د يوه بل سند له مخې چې د امريکې د بهرنيوچارو وزيرې هېلري کلېنټن لاسليک کړی ، په ملګرو ملتو کې د شمالي کوريا د کارکوونکو د ګوتو د نښو او د شخصي ژوند په اړه مالومات غوښتل شوي. که څه هم د ملګروملتو د قوانينو له مخې دغه ډول جاسوسۍ منع دي ،خو پر عراق تر بريد دمخه په 2004 کال کې هم امريکايي دېپلوماتانو د ملګروملتو د وخت عمومي منشي کوفي عنان جاسوسي کړې وه.