ويکي ليکس:د ګوانتنامو د تړلو لپاره امريکې له يوشمېر هېوادونو سره د معاملې هڅه کړې

 د ويکي ليکس د نويو اسنادو له مخې د امريکې حکومت هڅه کړې چې د ګوانتنامو د تخليې لپاره يو شمېر هېوادونو ته د بنديانو د انتقال په بدل کې پيسې ورکړي. مالديپ د ګوانتنامو د بنديانو پر وړاندې له امريکې څخه غوښتنه کړې ، چې په د پيسو له نړيوال بانک څخه دې دوی ته مرسته ورکړي. امريکايي دېپلوماتانو په بحرالکاهل کې کريباتي ټاپوګانو ته د چيني مسلمانو بنديانو د منلو لپاره د دريوميليون ډالرووړانديز کړی و. همدارنګه يمن د 88 يمني بنديانو پر وړاندې له امريکې څخه د 11 ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه ،خو امريکې يې پر وړاندې د نيم ميليون ډالرو وړانديز کړی و، چې د يمني چارواکو له خوا ونه منل شو. يوشمېر بنديان چې بيا افغانستان ته انتقال شوي ، د ويکي ليکس د اسنادو له مخې د افغان دولت له خوا خوشې شوې دي.