په چاردره کې ځانمرګي بريد 14 تنه ټپيان کړل

 يو ځانمرګي بريد کوونکي د پوليسو ديوه غلا شوي موټر سره د کندز ولايت په چاردره ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز بريد وکړ، چې له امله يې پنځه سرتېري او 9 ملکي وګړي ټپيان شول. يوازنی وژل شوی کس په خپله ځانمرګی بريد کوونکی و. د کندز والي وياند محبوب الله سيدي وايي، چې د چاودنې له امله يوشمېر نږدې کورونه هم زيانمن شوي دي.