غزل

ذکـــر د نــــشې کوي
یا د میـــــــکدې کوي

ذکـــ‎رخو هغه وي چې
څوک یې د کعبې کوي

خوښ به څوک  وي هله چې
قدر د بــې بــې کـــوي
 
دی پـــــه قلم ندی پوه
میــــــنه د وسلې کوي

خپله چې جاهل وي نو
نورو ته فتــــوې کوي

دا پښتانه څومره خوار
یوبل ته ښــېــرې کوي

دغــــه لېونی (دانش)
ځان سره ټــــپې کوي