د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډ کتنه (پنځه نۍ/پنجشنبه) 

فرانس پرېس:  لوبغاړې (ماریا شاراپووا) ۳۲ کلنۍ کې د تنيس له لوبې استعفا ورکړه 
 د ماریا شاراپووا په نوم به نړيواله کچه د  تنيس مشهورې لوبغاړې چې اوس مهال دوه دېرش کلنه ده له تنيس لوبې ځان ګوښه کړ. 

نوموړې Fair  مجلې ته په لېکل شوې مقالې کې له تنيس د رخصت ويلي او ليکلي دي (Tennis — I'm saying goodbye). ماریا شاراپووا د تنيس په برخه کې له نړيوال شهرت برخمنه ده  او په دې برخه کې ډېرې جايزې او مډالونه هم تر لاسه کړي دي. 

نوموړې په ۱۹۸۷ز کال کې مسکو کې زېږدلې ده. دي په خټه روسۍ ده او د تنيس په برخه کې يې لسګونه نړيوالې او سيمه ييزې لوبې تر سره کړې دي. تېر د نوموړې په مټ کې درد بايد او له تنيس يې د استعفا لامل هم دا بلل شوی دی. 

اسوشېټېډ پرېس: سعودي حکومت د کرونا ويروس له ويرې مکې او مدنيې ته (حج مراسمو) په ورتلو بنديز ولګولو 
د سعودي عربستان شاهي حکومت اعلان کړی دی چې په نړۍ کې د کرونا وژونکي ويروس د خپرېدو له ويرې يې تر يوې مودې دوه سپڅلي ښارونو ته د حج او عمرې مراسمو لپاره د بهرنيو مسلملنانو ورتګ بند کړی دی. 

دغه پرېکړه د سعودي عربستان حکومت د حج چارو وزارت کړې ده. د حج وزارت په اعلاميه کې د نړۍ له مسلمانانو غوښتل شوي دي، چې تر يوې مودې دي د عمرې او حج مراسمو په پار سعودي عربستان ته نه داخليږي. 

همدا ډول له ټولو هغه بهرنيو وګړو ته ويزې بندې شوې دي، چې  سعودي عربستان ته د سياحت يا ګرځندوی په موخه ورځي. سعودي عربستان د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې د سيمې هېوادونو سره خپل تګ - راتګ محددو کړی. 

سعودي حکومت له خپلو وګړو هم غوښتنه کړې ده چې د نړۍ هېوادونو ته په سفر کولو دي پاملرنه وکړي او هغه هېوادونو ته له تګ دې ډډه وکړي چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي. 

سعودي عربستان کې تر اوسه د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده موندل شوې، خو حکومت يې د مخنيوي په پار جدي اقدامات پيل کړي دي. 

الجزيره: هندوستان کې د مذهبي تاوتريخوالي په اړه وروستي مالومات
د هندوستان پلازمينې نوي ډيلي کې د تابيعت قانون پر سر د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د راپورته شوي تاوتريخوالي د وژل شوي شمېر ۳۷ ته ورسېد او د ټپيان شمېر لسګونه کسان دي. ډېری شهيدان مسلمانان دي. 

د هندوستان د روغتيا وزارت منلې ده، چې تر اوسه ۳۳ مړي  ګورو بهادور  روغتون،  درې جسدونه لوک نایاک روغتون او يو مړی جګ پرویش چندر روغتون ته وروړل شوي دي. 

د هندوستان د قانون وزير روی شنکر پرساد ويلي دي چې حکومت هڅې پيل کړې دي ترڅو اعتراض کوونکو ته قناعت ورکړي خو دوی نه شي کولی چې د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش مسلمانانو ته د هندوستان تابيعت ورکړي. 

د اسلامي هېوادنو د همکاريو سازمان په هندوستان پر روان وضعيت اندېښنه ښوودلې ده، د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړی او د هندوستان له حکومت يې غوښتي دي چې په ياد هېواد کې د شته مسلمانانو ژوند او حقوقو ته پاملرنه وکړي. 

د نوي ډيلي په براهمپوري نومي سړک چې يوې خوا يې ډېری مسلمانان او بلې خوا يې هندوان ژوند کوي د يو او بل پر وړاندې سنګرونه جوړ کړي دي. 

د نوي ډيلي په شمالي برخه کې د ښوونځيو کلنۍ ازموينې چې د روانې فيبرورۍ په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه پيل کېدلې د تاوتريخوالي له امله ځنډېدلې دي او په ځينو سيمو کې ښوونځي هم تړل شوي دي. 

سيمه کې مدني فعالان وايي چې ځينو کورنيو دغه تاوتريخوالي کې د کورنۍ غړو د لاسه ورکولو ترڅنګ ټول شته هم  له لاسه ورکړي، کورونه يې سوځېدلې دي او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري. 

د هندوستان د اپوزيسون او کنګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي د نريندرا مودي حکومت په نه توجه تورن کړی او ويلي دي چې د چوپ ننداره کوونکي په ډول د روان تاوتريخوالي ننداره کوي او د حل لار يې نه ګوري. 

العربيه: د ايران مرستياله ولسمشره (معصومه ابتکار) کرونا ويروس نېولې ده
 د ايران دولتي رسنيو تائيد کړې ده چې د دغه هېواد مرستياله ولسمشره (معصومه ابتکار) په کرونا ويروس اخته شوې ده. 

معصومه ابتکار د ايران د اسلامي انقلاب پر وخت د انقلابي خوځښت ويانده وه  او اوس مهال د ښځو او کورنيو چارو کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني مرستياله ده. 

په ورته وخت کې د ايران پارلمان د ملي امنيت او بهرنيو چارو کمېټې مشر مجتبي ذوالنور  هم په يوې وېډيو کې ويلي دي چې دی هم په کرونا ويروس اخته شوی دی. 

له دې وړاندې د ايران د روغتيا وزارت مرستيال ويلي وو چې د کرونا ويروس معاينه يې کړې او مثبته ده. 

جيونيوز: عمران خان مودي ته په اشارې: که څوګ زمونږ په هېواد کې په غېر مسلمانو لږکيو او د هغوی په عبادت ځايونو بريد وکړي سخته  سزا به ورکړو 
 د پاکستان لومړي وزير عمران په يو ټويټ کې ليکلي دي چې پاکستان مسلمان او غېر مسلمان يو ډول حقوق لري او د لږکيو درناوی کيږي. 

نوموړي د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي ته په اشاري ليکلي دي، چې زه د خپل هېواد وګړو ته خبرداری ورکوم چې که چېرې څوګ په پاکستان کې په غېر مسلمانو لږکيو او د هغوی په عبادت ځايونو بريد وکړي نو په جدي ډول به د قانون منګلو ته وسپارل شي. 

عمران خان په داسې وخت کې دغه ټوېټ کړی چې هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ تاوتريخوالي کې ۳۷ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. دغه تاوتريخوالي کې د مسلمانانو دوه جوماتونه هم شهيدان شوي دي. 
 
رشيه ټودې: ۲۰۱۹ کال کې روسيې په چين، هالنډ او جرمني د ۱۲۱ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت تيل خرڅ کړي
د FCS په نوم موسېسې د شوې سروې پر بنست تېر ۲۰۱۹ کال کې روسيې د ۱۲۱ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارښت خام تيل پلورلي دي. د تيلو برخه کې چين، هالنډ او جرمني د روسيې د تيلو ستره برخه رانېولې ده. 
امريکا په تېر کال کې ۱،۹ او انګلستان ۰،۹ سلنه تيل له روسيې اخېستې دي. دغه دوه هېوادونه پلان لري چې روان ۲۰۲۰ کال کې روسيې سره د تيلو سوداګري پراخه کړي. 

تېر کې د امريکا متحدو ايالتو د تيلو رانېولو ډېره سوداګري له وېنزويلا سره وه خو د وېنزويلا او امريکا ترمنځ د اړيکو له کړکېچ وروسته امريکا د منځني ختيځ هېوادونو ترڅنګ روسيې  سره د تيلو سوداګري پراخه کړه. 

که څه هم امريکا او انګلستان له روسيې سره کړکېچنې اړيکې لري خو د تيلو په برخه کې ياد دوه هېوادونه اړي دي چې تر يو بريده د روسيې په طعبيي زيرمو تکيه وکړي. 

د هندوستان اپوزېسيون او مخالفو ګوندونو هم د لومړي وزير نرېندرا مودي په حکومت نيوکې کړې دي چې له اقداماتو پرته يوازې د روان تاوتريخوالي چوپه  ننداره کوي. 

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان هم هندوستان کې د مسلمانانو سره په روان چلند خواشيني ښوودلې او له مودي يې غوښتي چې د لږکيو مسلمانانو حقوق دې خوندي کړي.