ويکیلیکس : ایران 182 عراقي پیلوټان اعدام کړې دي

 دویکیلیکس یو سند له دې پرده پورته کړې ده ،چې ایران دهغو عراقي پیلوټانو دترور په موخه منظم پلان پیل کړې و،چې د دواړو هېوادو ترمنځ دجګړې پر مهال بمباري کړې وه .
ABC تلویزون دهغه سند یوه برخه خپره کړه ،چې امریکايي ډیپلوماتانو په کې دا خبره کړې وه ،چې ایران اوس له هغو پیلوټانو کسات اخلي ،چې ددوی خاوره ېې بمبارد کړې وه او په دې لړ کې ېې 182 تنه ترور کړې دي .
دیادونې وړ ده ،چې ډيری دا پیلوټان له 2003 ز راوروسته دکورنۍ جګړې پر مهال دایراني ایجنټانو پر لاس ترور شوې دي هغه مهال دې موضوع ته دچا دومره پام نه و دویکیلیکس دمعلوماتو له مخې 800 نور عراقي پیلوټان بیا له هېواده تښتېدلې دي .