د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ/چهارشنبه) 

اسوشېټېډ پرېس: د کرونا ويروس د ککړو پېښې ۸۰ زره او د مړو شمېر يې ۲۷۰۰ ته ورسېد 
روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، له چين خپور شوي کرونا ويروس د نړۍ بيلا بيلو برخو ته ځان رسولی دی. تازه شمېرې يې په ګوته کوي چې ياد ويروس نړۍ کې ۸۰ زره کسان نېولي او ۲۷۰۰ نور يې ټپيان کړي دي. 

د نړۍ په هېوادونوو کې د دغه ويروس د ککړو او مړو نوملړ په لاندې ډول دی: 
- چین: 78064 ، د مرګ پېښې تر 2700 پوري؛ 
- هنګ کنګ: 81 مورد ، د دوه د مړينې پېښې؛
- ماکايو: 10 پېښې؛
- سويلي کوريا: 1414 پېښې، د مړو شمېر 11؛
- جاپان: 861 پېښې او 5 مړه شوي؛

- ایتالیا: 323 پښې او يوولس مړ شوي؛
- ایران: 95 پښې او ۱۵ مړه شوي؛ 
- سنګاپور: 91 پېښې؛
- تایلند: 40 پېښې؛
- امريکا: 57 پېښې؛
- تایوان: 31  پېښې او په کې مړ شو؛ 
- استرالیا: 23 پېښې؛
- مالېزيا: 22 پېښې؛
- بحرین: 26 پېښې؛
- ویتنام: 16 پېښې
- آلمان: 17 پېښې؛
- عربي متحده امارت: 13 پېښې؛
- انګلستان: 13 پېښې؛
- فرانسه: 14 پېښې او يو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی؛ 
- کانادا: 11 پېښې؛
- کویت: 12 پېښې؛
- عراق: 5 پېښې؛
- فیلیپین: 3  پېښې يو په کې مړ شوی؛
- هند: 3 پېښې؛
- اسپانیا: 9 پېښې؛
- روسیه: 2 پېښې؛ 
- اسرائیل: 2 پېښې؛
- عمان: 2 پېښې؛
- کرواسي: 2 پېښې؛
- اتریش: 2 پېښې؛ 
- لبنان: 1 پېښه
- بلژیک: 1 پېښه؛ 
- نپال: 1 پېښه؛ 
- سریلانکا: 1 پېښه؛
- سوئد: 1 پېښه؛
- کامبوج: 1 پېښه؛ 
- فنلاند: 1 پېښه؛
- مصر: 1 پېښه؛ 
- الجزایر: 1 پېښه؛
- افغانستان: 1 پېښه؛
- سوئیس: 1 پېښه.

فرانس پرېس: هندوستان کې د هندوان او مسلمانانو شخړې؛ ۲۰۰ ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي 
روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، له تېرو درېيو ورځو د هندوستان پلازمېنه نوي ډيلي کې د مسلمانانو او هندو ترمنځ شخړو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي. 

دغه شخړې هندوستان کې د تابيعت د ورکړې قانون پر سر راپورته شوې دي. د هندوستان حکومت پرېکړه وکړه چې د عيسوي، هندو، سېک او نور مذهبو وکړو ته به د هندوستان تابيعت ورکړل شي، خو مسلمانانو ته دغه تابيعت نه ورکول کيږي. 

هندوستان ته د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سفر پر مهال زرګونه مسلمانانو د هندوستان حکومت د شوې پرېکړې په ضد لارينونه وکړل او په تاوتريخوالي بدل شول. 

تاوتريخوالی د مسلمانو لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ او همدا ډول د هندو مذهبه سخت دريځه او مسلمانانو ترمنځ رامنځ ته شوي. دغه تاوتريخوالي کې ډېری مسلمانان د پوليسو او هندو سخت دريځه له خوا شهيدان شوي دي. 

د نوي ډيلي لومړي وزير  اروین کیجروال د هندوستان پوځ د پوليسو پر ځای نوي ډيلي ته ورغوښتی  دی او هلته يې ګرځ - بنديز لګولی. 

دغه لاريونونه په دې پار شوي وو چېترڅو کې  هندوستان کې د شته ناخوالو په اړه د ولسمشر ټرمپ توجه جلب کړي، خو نه لومړي وزير نرېندرا مودي او نه هم ولسمشر ټرمپ په دې اړه نظر ورکړ. 

العربيه: د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍکې سعودي عربستان درېيم مقام خپل کړ
روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، له شمالي امريکا او اروپا وروسته سعودي عربستان نړۍ کې درېيم هېواد دی چې د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ ګټه اخلي. دې سره منځني ختيځ کې سعودي عربستان په لومړي مقام کې راغلی دی. 

سعودي عربستان په خپلو ۳۰ ښارونو کې ۵۷۹۷ د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ وسايل ځای پر ځای کړي دي. د سعودي عربستان د مخابراتو او مالوتي ټېکنالوژۍ وزارت ويلي دي، چې د ۲۰۳۰ کال ماسټر پلان کې د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ له مهم موخو څخه نېول شوې ده. 

د سعودي عربستان حکومت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پوري د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ په برخه کې د لس مېلېارده او شپږ سوه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. 

الجزيره: برازيل کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه؛ سويلي امريکا ته کرونا ويروس ورسېد
روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، سويلي امريکا کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه. د سويلي امريکا په برازيل کې يو کس په کرونا ويروس اخته شوی او دا په سويلي امريکا کې د کرونا لومړۍ پېښه ده. 

يو برازيلی وګړی چې وروستيو کې ايټاليا ته تللی وو په دغه ويروس اخته شوی دی. د برازيل روغتيا وزارت دغه پېښه تائيد کړې ده. په کرونا ويروس اخته شوی کس ۶۱ کلن دی. 

د براريل روغتيا وزارت ويلي  دي چې د ناروغ کس روغتيايي وضعيت ښه دی او تر ۱۴ ورځو به ځان ته خونه کې وساتل شي. 

جيونيوز: يو پاکستاني له ايران پاکستان ته کرونا ويروس ورسولو
روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، پاکستاني چارواکو ويلي دي چې پاکستان کې تازه د کرونا وژونکي ويروس دوه مثبتې پېښې بثبت شوې دي. دغه دوه پېښې د پاکستان په سند ايالت کې رامنځ ته شوې دي. 

د سند د روغتيا ادارې مسوولينو ويلي دي چې يو اغېزمن کس ۲۲ کلن دی او له ايران څخه تازه د پاکستان کراچۍ ته راستون شوی وو. ناروغ او کورنۍ يې قرنطين يا ځان ته شوې دي. 

پاکستان له ايران سره خپله پوله هم تړلې ده خو دغه کس د بس له لارې له ايران د پاکستان کراچۍ ته تللی وو. پاکستان کې  د کرونا ويروس دا لومړۍ پېښې دي.