په پاکستان کې امنيتي چارواکي دعوه لري چې د سوات درې اړوند يوولس وسله وال طالبان يې په جنوبي وزيرستان کې وژلي.
د پوځ يوه چارواکي دا دعوه له نورو جزياتو پرون ناوخته په داسې حال کې کړې چې پرون ماسپښين په پلازمېنه اسلام اباد کې د امريکا او پاکستاني حکومت پرضد لاريون وشو.
وېل کېږي چې لاريون د هغو وژل شوو ولسي خلکو کورنيو سمبال کړى و چې په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو بريدونو وژلي.
لاريون کوونکو په ټول پاکستان کې د وسله والو پېښو پرمهال د ولسي سرساتنې غوښتنه او دې کار لپاره د حکومت پاملرنه غوښتې.
وروستي