ننګرهارته د ډاکټرصیب احمدزي سفر‎

د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز
د ختیزو ولایتونو څانګه
مطبوعاتي خبرپاڼه
د وري(حمل )۷مه
 
د ختیزو ولایتونو لسګونه زره استوګنو نن د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ د هغه او دویم مرستیال په ګډون یې پراخه غونډه وکړه.
په غونډه کې د قرآنکریم د څو ایتونو له لوستو او ملي سرود اورولو وروسته د ختیزو ولایتونو د ولسونو په استازیتوب جهادي شخصیت حاجي دین محمد د هرکلي وینا وکړه.

ښاغلي دین محمد وویل:په تېرو دوه دورو ټاکنو کې چې ختیزوال د چا ترشا ودریدلي،بریالی کړی یې دی،دا ځل ولسمشرۍ ته له نوماند ډاکټراشرف غني سره یوو،نن د هغه د ملاتړ اعلانولو پرځای سرله اوسه ده ته په دې ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي وایوو.
د ډاکټراشرف غني د بدلون او دوام ټاکنیزټیم دویم مرستیال استاد سرور دانش پخپله وینا کې وویل:ولس په یوه خوله بدلون او د هغه داوامداره ساتل  غواړي،زموږ ټیم ویاړمن دی،چې د ملي یووالي او پاکو ملي احساساتو تمثیل او استازیتوب کوي.



د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د خپلې وینا پرمهال وویل:د ختیزوالو دا پراخ او بېساری ملاتړ په حتمي بریالیتوب ډاډمنوي.
ډاکټراحمدزي دغه راز وویل په ټاکنو کې له درغلیو نه وېریږي،ځکه ولس له ده او ټاکنیزټیم سره یې دی او د خپلو رایو ساتنه او دفاع کولای شي.
ډاکټراشرف غني ژمنه وکړه،چې له بریالیتوب څخه وروسته به ختیځ ولایتونه د بریښنا واردولو له ستونزې خلاص او خپله بریښنا صادرونکي کړي.
هغه همدا شان وویل،چې حکومت به یې ختیځ ولایتونه په مهمو اقتصادي ولایتونو بدل او ټولو ځوانانو ته یې د ښو زده کړو زمینه برابره کړي.
د غونډې په ترڅ کې ډاکټراشرف غني او دویم مرستیال ته یې په ختیځ کې د بدلون او دوام ټیم د کمپاین د عمومي مسول احسان الله کاموال او ځینو نورو مخورو لخوا د مشرۍ پګړۍ وتړل شوې.
په نننۍ پراخه غونډه کې د ټولو ختیزو ولایتونو لسګونه زرو استوګنو،د مختلفو ګوندونو،ټولنو او قشرونو استازو برخه اخیستې وه.
 
د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند   
اړیکې:Arshad.raghand@gmail.com        
ټلیفون شمېره:۰۷۷۱۴۳۱۴۳۱
فیسبوک پته:https://www.facebook.com/pages/Dr-Ashraf-Ghani-Eastern-Zone-Compaign-Office/220640024806332