نن په عشق اباد کې د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته دګازو تړون لاسليک کيږي

 ټاکل شوې چې نن به د افغانستان، ترکمنستان ، پاکستان او هندوستان ولسمشران د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې د ګازو د نل ليکې هغه تړون لاسليک کړي، چې له مخې يې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقال کيږي. د دغه تړون موافقه پرون د څلورو هېوادونو دکانو وزيرانو له خوا په عشق اباد کې تياره شوې. دګازو دغه نل ليکه به 640 کيلومتره اوږدوالی ولري او د تړون له مخې به هر کال افغانستان په سلګونو ميليون ډالره د ترانزيت له درکه تر لاسه کوي.