د نړۍ معتبرو  ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه)

روېټرز خبري اژانس: امريکا له ولسمشر غني غوښتي چې د لوړې مراسم وځنډوي 
 روېټرز خبري اژانس ته يو شمېر امريکايي سرچينو ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي دي چې تر يو وخت د نوي ولسمشر په توګه د ولوړې تر سره کولو مراسم وځنډوي. 

دغه سرچينې خپل هويت پټ ساتلی دی او ويلي دي چې د امريکا حکومت اندېمښن دی چې  د نوي حکومت اعلان او لوړه به يې د افغانستان د سولې پر بهير منفي اغېز وکړي. 

دغه سرچينه وايي چې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دغه غوښتنه له ولسمشر غني کړې او همدا ډول يې له عبدالله عبدالله غوښتي دي چې د سياسي کړکېچ له جوړېدو لاس په سر شي. 

تر اوسه د امريکا حکومت د افغان ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د اعلان په اړه غبرګون نه دی ښوودلی. زلمي خليلزاد له تېرې يوې اوونۍ د افغان سولې او ولسمشريزو ټاکنو په اړه له افغان سياسي څېرو سره ناستې تر سره کوي. 

اسوشېټېډ پرېس: هند ته د ولسمشر ټرمپ  د سفر پر مهال لاريونونو کې يو پوليس وژل شوی او يوولس ټپيان دي 
 د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرپم تېره ورځ د لومړي ځل لپاره هندوستان ته په دوه ورځني سفر لاړ. له نوموړي سره په دې سفر کې ميرمن، لور او زوم يې هم ملاتيا کوله. 

نوي ډيلي کې د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال لاريونونو کې يو پوليس افسر وژل شوی او يوولس نور ټپيان شوي دي. دغه لاريونونو هندوستان کې يو شمېر هندو مذهبه قوم پالو او کمونېستي ډلو په لار اچولو وو. 

دغه لاريونونه د امريکا متحدو ايالتو حکومت د بهرنۍ پالېسۍ پر ضد وو چې درې لاريون کوونکي په کې هم وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي. لاریونونه د پلازمېنې نوي ډيلي په بيلا بيلو برخو کې تر سره شوي. 

د هندوستان په نورو برخو کې هم  د هندوستان کمونېست ګوند ملاتړي سرکونو ته را وتي؛ (ټرمپه بېرته لاړ شه) شعارونو سره يې د متحدو ايالتو پر ضد لاريونونه  وکړل. 

جيونيوز: پاکستانۍ اداکاره (سارا خان) پاکستان کې ښځې له سړيو ډېر حقوق او واک لري 
 د سارا خان په نوم د پاکستان يوه اداکاره وايي چې پاکستان کې د سړيو په پرتله ميرمنې او نجونې له ډېرو حقونو برخمنې دي. سارا خان خان وايي چې اړتيا نشته د ښځو حقونو برخه کې مبارزه وشي. 

نوموړې د هغه پوښتنې په ځواب کې چې آيا تاسې د ښځو حقونو ملاتړې يا feminist ياستی نوموړې منفي ځواب ورکړی او ويلي دي چې  هر کله ښځې له غوره حقونو برخمنې  وي نو بيا اړتيا نشته چې د feminist په نوم مبارزې وکړو. 

سارا خان پر خپل انسټګرام هم لېکلي دي چې هر کله ميرمنې له سړيو ډېر حقوق ولري نو بيا څه اړتيا ده چې د مساواتو او برابرۍ په نوم مبارزه او جګړه وکړو؟ 

فرانس پرېس: پاکستانۍ عېسوۍ (اسيا بي بي) د فرانسې له حکومت د سياسي پناه غوښتنه کړې 
 د پاکستان تابيعت لرونکې عېسوی شوې اسيا بي بي نومي ميرمنې چې د اسلام دين په اړه يې د سپکاوي څرګندونې کړې وې او پاکستان کې د اعدام په سزا محکومه شوې وه، د فرانسې له حکومت د سياسي پاناه غوښتنه کړې ده. 

نوموړې رسنيو ته ويلي دي، زما ستر ارمان دا دی چې  د فرانسې  حکومت سياسي پناه راکړي. نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای له پاکستانه کاناډا ته تللې ده. 

نوموړې د فرانسې له حکومت هيله کړې ده چې د فرانسې له ولسمشر امانويل مکرون سره لېدنه ورته برابره کړي ترڅو خپل غږ ورته ورسوي. 

نوموړې تېره مياشت فرانسه کې د وروستۍ خپلواکۍ په نوم کتاب هم نشر کړی دی چې پاکستان کې د خپل زنداني ژوند خاطرې يې په کې لېکلې دي.  

وال سټريټ ژورنال: هغه ۷۷ کلنه لېکواله چې د خپلو کتابونو ۷۴ مېلېونه ټوک خرڅ کړي 
ایزابل آلنده په فرانسه کې مېشته هغه د چيلې هېواد اصلي او امريکايۍ تابيعت لرونکې ميرمن ده چې تر اوسه يې په بيلا بيلو مسايلو ۲۴ کتابونه لېکلې دي. 

ایزابل آلنده وايي چې پر هغه مسايلو لېکنې کوي چې ورته په زړه پورې وي. نوموړې د خپلو ۲۴ کتابونو ۷۴ مېلېونه ټوک خرڅ کړې دي او خوښه دي چې خلک يې کتابونه ډېر لولي. 

ایزابل آلنده ۷۷ کاله عمر لري او تازه يې تېره اوونۍ هم په فرانسه کې د يوې بلې لېکوالۍ سره د وروستۍ خپلواکي په نوم کتاب  چاپ شو. 
دغه لېکواله تر ډېره د د کډوالۍ او اقتصادي مسايلو  کتابونه ليکلي. 

الجزيره: ښځې له حکومت د (جنين د غورځېدو يا سقط جنین) حق غواړي 
 د سويلي امريکا په ارجنټاين کې زرګونه ميرمنې له حکومت غواړي چې د جنین د غورځېدو حق دې ورکړي. سقط جنین يا د نه پيدا شوي اولاد غورځېدل ياد هېواد کې جرمي عمل دی. 

د ښځو د برخې مبارزه کوونکي کې وايي چې  ميرمنې بايد دا حق ولري چې د حمل تر ۱۴ اوونۍ نه پيدا شوی ماشوم ضايع کړي. د ارجنټاين هېواد مشرانو جرګې د د جنین سقط قانون تصويب نه کړ. 

ارجنټاينۍ ميرمنې وايي چې نوی ټاکل شوی ولسمشر بايد د دوی ملاتړ وکړي او ميرمنو ته دې اجاره ورکړي چې په خپله خوښه نه پيدا شوي اولادونه ضايع کړي. 

د ارجنټاين نوی ولسمشر  آلبرتو فرناندز  د جنين  د د سقط پرېکړه د  دغه هېواد کنګرس ته  لېږلې ده او هڅه کوي چې دغه چاره مشروع اعلان کړي. 

د نړۍ په ډېرۍ هېوادونو کې د نه پيدا شوي اولاد د غورځېدو يا د سقط جنين پرېکړه غېر قانوني عمل دی او جرم شمېرل کيږي. 
 
العربيه: عمان هېواد ايران سره خپل بندرونه وتړل 
د عمان هېواد اعلان کړی چې له ايران سره خپل ستر سوداګريز خساب سوداګريز بندر د هر ډول راکړې - ورکړې پر مخ تړلی دی. 

عمان کې د کورونا ويروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په همدې اساس يې ايران سره هر ډول هوايي او ځمکنی تګ - راتګ بند کړی دی. 

عمان کې په کورونا ويروس دوه اخته شوې ميرمنې تازه له ايران راغلې وو او دغه هېواد ته يې کورونا ويروس رالېږدولی دی. 

د افغانستان په شمول ترکيې، پاکستان او د سيمې يو شمېر نورو هېوادونو هم له ايران سره تګ - راتګ بند کړی دی. کورونا ايران کې پنځه کسان وژلي او ثبت شوې پېښې يې تر ۳۰ رسېدلې دي.