د سودا کڅوړه

له څو کلونو راهیسې په ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند بد نه دی، د میاشتې تنخواه مې یوه اوونۍ پوره بس کېږي. د نورو ستونزو په څنګ کې مې یوه ستونزه هم د کور نه درلودل دی. یوه میاشت مې په یوه کور کې نه وی تېر کړی چې بیا بل کرایي کور ته کډه کوم .نوی کور ته له کډې کولو نه یوه ورځ وروسته د بل کرایي کور په لټه کې کېږم ، ځکه پوهېږم چې یوه یا دوې میاشتې،وروسته به د کورخاوند کرایه زیاتو او ما ته به ځواب راکوي. ژوند همداسې تېریږي څه د سر درد درکړم.

د خپلوانو اودوستانو په هڅو مې اړوندې څانګې ته د میاشتې وروسته به د کور خاوند کرایه زیاتوي او ما ته ځواب راکوي. ژوند همداسې تېرېږي څه د سر درد درکړم.

د خپلوانو او دوستانو په هڅو نه مې اړوندې څانګې ته د کور د اخیستلو په هکله غوښتنلیک وړاندې کړ.له یوې میاشتې تګ راتګ او سر ګردانۍ نه وروسته پدې بریالی شوم چې پر اړوندې څانګې و وزیر امر واخلم.وزیر امر که څه هم پرېکړونان قاطع نه وو،خو زما لپاره هغه ورځ د اختر ورځ وه،څو څو ځله مې د وزیر امر ولوست.

((مقررې سره سم دې غوښتونکي ته یو اپارتمان ورکړشي)).پورته مطلب مې دومره په ذهن کې ځای نیولی وو چې به هر ځای او هر مجلس کې به مې بې لدې چې خبره رایاره شي بې مقدمې په خوله راوړ.

به هغه ورځ اړوندې څانګې ته ورغلم ،رﺉس تشریف نه درلود،سبا مې لله دفتره اجازه واخیسته ،ریس بیا هم تشریف نه درلود،د ضروري کار له کبله وزارت ته تللی و.په درېمه ورځ بې له دې چې له دفتر څخه اجازه واخلم مخامخ د ریاست په لوري روان شوم بیا هم ریس غونډه درلوده ،لنډه دا چې له سرګردانۍ نه وروسته راته وویل شول چې کمیسیون پريکړه کړې او زما نوم یې د مستحقینو په ډله کې ثبت کړی،ډېر ژر به کور راته داکړل شې.

شپې ورځې یو په بل پسې پېرېدلې.کلونه نېر شول،هغه ریاست ته بیا ورغلم ،بیا یې هم وعده راکړه چې سندونه مې له کمیسیون څخه تېر شوي،په راتلونکې میاشت کې به کور راته راکړل شي.زه چې له خوښۍ په جامو کې نه ځایېدم په لاره کې مې د نوي کور په هکله فکر کاوو.په دې خپه وم چې پوښتنه مې ونکړه چې هغه کور چې زما لپاره په نظر کې نیول شوی دی،څوکوټې لري؟او په کوم پوړکې دی؟

په همدې سوچونو کې وم پوه نشوم کې څه ډول تم ځای ته ورسیدلم او د ملي بس په څوکۍ کې مې ځای نیولی دی،ټول خیالونه مې په یوه شیبه کې له خاوره سره خاورې شول.کاشکې په هغه بس کې نه وای تللی،هیڅ باور مې نه کېده ،دمخامخ ولارسړي په لاس کې مې کاغذي کڅوړه ولیدله د هغې په څنډه لیکل شوي وو:
د...د...غوښتنلیک.
هو!د کور د اخیستلو په هکله مې طاقت ونه کړ سړي ته مې وویل:
-وروره دا کڅوړه دې ماته راکړه؟
-مننه دومره درنده نده.
-هیله کوم ماته یې داکړه.

-خو زه پریښودونکې نه وم .له څوکۍ راپورته شوم،له هغه مې بیا هیله وکړه چې کڅوړه ماته راکړي.

هغه پرما بد ګمان شوی و.فکر یې کاوو چې ګوندې ره خدای مکړه د غلا خیال لرم.په همدې شخړه کې بس تم ځای ته ورسېدو.هغه له موټر څخه پلی شو،زه هم بې له ځنډه له ځنډه له سروېس څخه پلی شوم او د هغه تر شاغلی غلی روان شوم.ورته نږدې شوم،له هغه څخه مې و غوشتنه وکړه چې کڅوړه سو ځل ماته راکړي.د هغه شک لاهم زیات شو،داځل یې په سپکو پیل وکړ.

څه چې په خوله ورتلل راته یې وویل ما بیا هم پخله خبره ټینګار کاوه د کڅوړې خاوند دا ځل په قهر شو.

- نه پوهېږم ته څنګه سړی یې ،له مانه دې احمق جوړ کړی او که څنګه ،که غل یې ورشه په ښار کې د خلکو جېبونه ووهه، زه څنګه تاته خپله خلته درکړم ته...

- ما په نرمه لهجه هغه ته ټوله کیسه وکړه،کله چې پوه شو چې کیسه بل ډول ده او زه دې کڅوړې ته زیات ضرورت لرم ،نور هم په قهر زیات شو،راته و یې وویل:

ـ ما خو څه ستا غوښتنلیک نه دی غلا کړی،د کاندار په کې سودا داکړې ده ،ځه خپله لاره دې وهه او نور زما مزاحم مه کېږه دا ځل مې په عذر او زارۍ پیل وکړ.

ـ وروره پيه ما رحم وکړه،دا زما د کور غوښتنلیک دی ،ښایي د دې په درلودلو سره د کور خاوند شم، زما هیله ومنه له ما سره مرسته وکړه ،دا کڅوړه راکړه.

ـ سمه ده کڅوړه درکوم، خو د هغې بیه باید په همدې ځای راکړې اوس نو له نوې ستونزې سره مخامخ شوی وم. نه پوهېدم چې څه وکړم ،لنډه دا چې مجبور شوم د کڅوړې بیه چې کمه هم نه وه او زما د دوو درېو میاشتو خرڅ وو هغه ته ورکړم.

په هغه شپه مې خوب ونکړ.سهار وختي اړوندې څانګې ته ورغلم غوښتنلیک مې ورکړ.مؤظف سړي په میز کې زما د کور اخیستلو نورې پاڼې ولټولې،پیدا نې نه کړې.
د عذر په لهجه یې راته وویل:
- وطنداره ستاله عریضې سره یو ځاې نور سندنونه هم ورک شوي او اوس نشته ،که نه کور به درته درکړ شوی وو.ما بیا له هغې ورېځې ارامه ورځ ونه لیدله .سهار وختي د ښار دوکانونه له نږدې څخه ګورم او هر کڅوړه مطالعه کوم،په سرویس کې هم چې د چا په لاس کې کڅوړه ووینم له واره ځان ورسوم او کڅوړه مطالعه کوم.