اروا پیژندنه

طبیعت په خندا وو، هر څه ځان سره مسک و، هرې خواته ښکلا خوره وه. لمر هم د غرونو شاته مغرور وو. مرغانو آسمان ښکلوو. د اوبو شرنګا هر ساز ته، خپله ځانګړې مستي وربښله. آسمان مست شو، لکه وحشي ښکاري چې ښکار په سې ووځي. په ژړا یې پیل وکړ. ژوندي ټول پنا ښول. باران لا زور واخیست. څه شېبه ورسته، ظالم باد په نڅا پیل وکړه. وریځ یې تار په تار کړه. لمر هم د هسک غره پر سر ودرېد او هر څه ته یې بیله ښکلا وروبښله. د سمندر غاړه کې هر څه مست شول.

موږ هم، د دې ښکلا څخه د خوند اخیستلو لپاره، د ساحل غاړې ته ولاړو، او خپلې روح ته مو څه سکون ورکړ. د ځوانۍ مستۍ ته مو هستي وکړه. د طبیعت هرې ښکلا ښکل کړو، هر غرور یې غرور را څخه پناه ګړ. هر څه ښه ؤ. زه او ملګري مې هم خوشحاله وو او تل مسک او ځلانده برېښېدو.

زه او ځلاند ډېر نږدې ملګري وو. تل به مو یو او بل ته په مرسته کې نه نه ویل، هر څه مو په ګډه او مشوره ترسره کول. خپلې ورځنۍ چارې مو په پوره غور تر سره کولې. کله به چې اوزګار وو؛ نو لوبې به مو کولې، او کلي ته به په چکر تلو. د ځلاند په شنډو تل مسکا خوره وه. هیڅ کله یې، چاته د خپلو ستونزه په هکله شکایت نه کړو، هر غم یې په مسکا تېرایستا. دی ډېر ښه لامبوزن وو؛ کله نا کله، دواړه دې لامبو لپاره، د سمندر غاړې ته تلو.   

 نه پوهېږم، ولې یوځل طبیعت بې رحمه شو. هر څه یې وران کړل. په هر څه کې ښکلا ورکه شوه. هر څه مغرو ښکاریدل. سکون ورک شو. هر ښه بد شول. په هر څه کې مې تعیر احساس کړ.

په ځلاند کې ډېر بدلونونه ښکاریدل؛ ځلاند پخواني ځلاند نه وو. د هغه ګل په شان وو، چې خزان پرې راغلي وي. هر څه بدل وو؛ نور ځلاند نه ځلېد. د ده په ښنډو خندا بیګانه وه.

پوه نه شوم چې، ځلاند ولې دومره زر بدلون وکړ. تل به یې، ځان په یوه پلمه له موږ څخه بیلوو. کله به یې ویل: سر مې خوږشي او کله به یې ویل: بې خوبه یم.

اشتحایې هم خرابه شوې وه او وزن يې هم روځ تر بله  ډېرېدو. 
ډېر مې کوښښ وکړ تر څو ستونزه یې په ډاګه کړم، خو وونه توانېدم. ده کومه ځانګړې کورنۍ ستونزه هم نه درلوده. د اقتصادي پلوه هم ښه وو. د ده، دې وضیعت اندښمند کړی وم. د کورنۍ غړو یې هم سر ته نې ټکولو. څوځله مې، ورته سپارښتنه وکړه چې ډاکټر ته لاړ شي؛ خو ده نه منله، او ځان یې تېرایستا.

بلاخره، مجبور شوم؛ چې اروا پوه ته ورشم. او د ده د وضیعت په هکله مشوره ورسره وکړم. اروا پوه ته ورغلم؛ او د ده وضیعت مې ورته بیان کړو. راته یې وویل: دی د خپګان په ناروغۍ اخته  شوی. په ده کې د خپګان نښه نښانې ښکاري.

ـ وېې پښتل څونه وخت کېږي؟
ـ څه کم دوې اونۍ.
ـ دا ښه خبره ده. چې د دوو اونیو له تېریدو څخه مخکې پرې پوه شوې.  ځکه دی تر اوسه په موقعیتي خپګان اخته ده؛ که یې مخه و نه نیول شي، په غبرګوني اوړي، د غبرګوني خپګان کابو کول ستونزمن کار ده.

ـ داکټر صیب! دی ولې په دې ناروغۍ اخته شوي؟
هم ځوان ده هم لوستی او کومه خاصه ستونزه هم نه لري.

ـ دا داسې ناروغۍ ده، چې په ځوان او زوړ، بډایه او بېوزله، لوستی او نالوستی، تور او سپین، ښځه او نر، دینداره او بې دینه رحم نه کوي.

ډېری ستونزې لکه کورنۍ، اقتصادي، طلاق، مسافرت، کینه، حسد، رقابت چې په خپل وخت کابو نه شي نو د خپګان لامال ګرځي. کله هم، پرته له کم ځانګړي لامل څخه سړی په خپګان اخته کېږي؛ چې باطني خپګان یې بولي.

 کله داسې هم کېدا شي، چې د موسم په بدلون سره کس په خپګان اخته شي. دا ډول خپګان بیا موسمي عاطفي ګډوډي یا خپکان بولي، ډېری د ژمي په موسم کې خلک ورسره مخ کېږي.

 یو بل ډول خپګان، چې ښځې ورسره مخ کیږي؛ تر حامله ګۍ دمخه د خپګان نښه نښانه دي. چې هورموني ریښې لري. او ښځه د خپل راتلونکي ماشوم د مسوولیتونو په هکله اندېښمنه وي.

ـ داکټر صیب! څنګه کوی شو چې، په خپګان اخته کسانو سره مرسته وکړو؟

ـ زه ځینې سپارښتنې لرم، د هغه په مرسته کولی شې په خپګان اخته کس سره مرسته وکړئ.
1. د توان تر حده د خپګان په برخه کې مطالعه وکړئ
2. خپله دایمي مرسته له خپل ملګري څخه مه سپموئ
3. د هغه لپاره یو غوره ژوند چمتو کړئ
4. کوښښ مه کوئ، چې د ناروغ  کس خپګان کنټرول کړئ
5. د خوشحالۍ شبه ځان ته چمتو کړئ
6. خپل احساسات درک کړئ
7. له نورو څخه مرسته وغواړئ
8. کلک او پر یوه ځای اوسئ
9. د اړتیا وړ درمل وپېژنئ
10. د څانګه والو پر توصیو ډه ډه ولګوئ
11. د خپل ناروغ له ګواښ یا ځان وژنې څخه خبر اوسئ
12. د آرامۍ او خوشۍ په تمه اوسئ
د دې توصیو په عملی کولو ځلاند بېرته ځلاند شو.