د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (نۍ/شنبه) 

اسوشېيټېډ پرېس: کرونا ويروس اسرائيلو ته هم ورسېد؛ لومړۍ مبثته پېښه يې بثت شوه 
 چارواکي وايي چې اسرائيلو کې په کرونا ويروس اخته د يو کس مبثته پېښه تېره ورځ  ثبت شوې ده. ياد کس هغه اسرائيلی وګړی دی چې د جاپان په بنده کښتۍ کې وو او اوس مهال خپل هېواد ته ستون شوی دی. 

اسرائيلو ټول هغه خپل وګړي چې په يادې کښتۍ کې سپاره وو په يوې ځانګړې الوتکې کې هېواد ته ستانه کړل او ويل شوي وو چې کوم  کس په کې کرونا نه دی نېولی. 

د يوولسو اسرائيلو وګړو له ډلې يوه ميرمن په کرونا اخته شوې ده. روغتياپالان وايي چې  د نوموړې ميرمنې روغتيايي وضعيت سالم دی او تر درملنې لاندې ده. 

د يادونې ده چې څلور نور اسرائيلي وګړي چې چين کې په کرونا اخته شوي وو تر اوسه هلته بستر دي او خپل هېواد ته نه دي تللي. 

رويټرز: FATF ايران په تور لېست کې اچولی خو پاکستان لا هم په خړ لېست کې دی 
  د مالي عمل کاري ځواک نړيوال سازمان يا FATF ايران په تور نوملړ کې اچولی دی. دغه سازمان تېره ورځ پرېکړه وکړه او ايران يې د بنديزونو په تور نوملړ کې دننه کړ. 

FATF نړيوال سازمان دی چې له ترهګرو ډلو او غېر قانوني وسله والو سره د مالي مرستو د بندولو برخه کې فعاليت  کوي. دغه سازمان له وړاندې له ايران غوښتي وو، چې د ترهګرو ډلو له مالي ملاتړ دې لاس په سر شي. 

پاکستان د دغه سازمان په خړ لېست کې ځای لري او پنځه مياشتې وخت ورکړل شوی دی چې  که چېرې تغيرات رامنځ ته نه کړي نو په تور لېست کې به يې دننه کړي. 

پاکستان هڅې پيل کړې دي چې له خړ لېست ځان وباسي او همدا ډول د خپل هېواد دننه يې ځيني ترهګري ډلې ځپلې دي. د FATF د اصولو اړوند هغه هېوادونه چې د بنديزونو په لېست کې د نړۍ نور هېواړنو بايد ورسره راکړه - ورکړه ټاکلې کړي. 

فرانس پرېس آژانس: عربي اماراتو کې د مرغانو روغتون؛  بازانو ته د مرغانو نه بلکې ماشومان په سترګه کتل کيږي
 د خليج هېوادونو په سطه عربي متحده اماراتو د بازانو او نورو معتبرو مرغانو د درملنې يو روغتون شتون لري. دغه روغتون کې د عربي متحده اماراتو او سيمې هېوادونو د مرغانو  درملنه کيږي. 

د ياد روغتون مسوولين وايي چې هر کال تر ۱۱ زره بازان او ځيني نور مرغان په  دغه روغتون کې تداوي کيږي. هغه مرغان چې ژور ټپي شوي وي دغه روغتون  يې د درملنې ځای دی. 

دغه روغتون کې يوې بهرنۍ ډاکټرې ويلي دي، چې د عربي اماراتو خلکو په زړونو کې بازان ځانګړی ځای او خاصه پاملرنه  ورته کوي. نوموړې وايي چې د بازانو ساتنه عربي امارتو کې ډېر پخوانی کلتور پاتې دی. 

ياده ډاکټر وايي چې عربي هېوادونو کې بازان د مرغانو په ډول بلکې د ماشومانو په سترګه کتل کيږي او د روغتيا لپاره يې ډېره پاملرنه کيږي. 

جيونيوز: ولسمشر عارف علوي د وېسټ انډيز کرېکټ لوبغاړي (دارن سامي) ته د پاکستان افتخاري تابيعت ورکوي 
 پاکستان به د وېسټ انډيز مشهور لوبغاړي دارن سامي ته د دغه هېواد افتخاري تابيعت يا وګړی ليک ورکړي. دارن سامي اوس مهال د پښېور زلمي لوبډله کې د پاکستان سوپر ليګ کرېکټ سياليو کې لوبيږي. 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ويلي دي چې دارن سامي ته په د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۳ نېټه د پاکستان افتخاري تابيعت ورکړي. دا پاکستان کې لوړه معنوي ډالۍ شمېرل کيږي. 

دارن سامي به لومړی  کرېکټ لوبغاړي چې دغه وياړ وربښل کيږي، له دې وړاندې پاکستان کوم بل کرېکټ لوبغاړی د پاکستان افتخاري تابيعت نه دی ورکړی. 

دارن سامي په دې وروستيو کې کرېکټ سوپر ليګ کې د لوبېدو په پار  پاکستان ته تللی دی او په بې ساري ډول يې د پاکستان ستاينې کړې دي. 

الجزيره: لومړی وزير د خپلې ميرمنې د وژنې په تور محکمه کيږي 
 د افريقايي لسوتو هېواد لومړی وزير توماس تابان د خپلې پخوانۍ ميرمنې د وژنې په تور محکمه کيږي. ټاکل شوې ده نوموړی به راتلونکې جمعه محکمې ته ورشي. 

اتيا کلن لومړی وزير توماس تابان به د راتلونکې جولای مياشت کې له دندې هم ګوښه شي. نوموړي په خپله دغه اعلان د لسوتو له ملي راډيو کړی دی خو د خپلې پخوانۍ ميرمنې د وژنې په اړه يې څه نه دي ويلي. 

لومړي وزير ويلي چې د خپل هېواد او سولې  لپاره مې ډېر چوپړ کړی، خپلې انرژي مې مصرف کړې او په دې عمر کې هم د خپل هېواد لپاره کار کوم. 

پر نوموړي تور دی چې په ۲۰۱۷ کال جون مياشت کې کوم وخت چې دوی نوی واک ته رسېدلی وو خپل پخوانۍ ميرمن لیپوللو ووژله. 

ټايمز اف انډيا: د هندۍ فلمي لوبغاړې (ناانیا پانداي) نوی راتلونکی فلم 
 د هندي سېنما (kaali peeli) نوی فلم دی چې د روان کال جون مياشتې په ۱۲مه نېټه هندوستان کې د سېنما پر پرده نندارې ته وړاندې کيږي. ایشاان خاتر او ناانیا پانداي د فلم مرکزي لوبغاړي دي. 

 ناانیا پانداي د هندي سېنما نوې لوبغاړې ده چې تېر کال باليووډ سېنما ته راغله. د  ناانیا پانداي لومړی فلم د دويم کال زده کوونکي (Student Of The Year 2)  په نوم وو.

که څه هم ناانیا پانداي د هندوستان د فلم صنعت ته نوې راغلله ده خو تر ډېره  توانېدلې ده چې په خپل لومړی فلم سره د خلکو په زړونو کې ځای خپل او مينوال پيدا کړي.