کله چې الوتکه سفر کوی، د الوتکې عمله يا (خدمتګارې نجونې) ستاسې په اړه څه فکر کوي؟ څلور رازونه يې دلته ولولئ

کله چې الوتکه سفر کوی، د الوتکې عمله يا (خدمتګارې نجونې) ستاسې په اړه څه فکر کوي؟ څلور رازونه يې دلته ولولئ 
ډېری کسان چې په الوتکو کې سفر کې د  الوتکې عمله يا (خدمتګارو نجونو) په اړه داسې فکر کوي، چې هغوی ژره حوصله لري، د مسافرو په مرسته کولو خوښيږي، هر وخت مرستې ته تيارې وي او له خپلې دندې ډېرې خوښې ښکاري. خو په حيقت کې داسې نه ده، خدمتګارې نجونې د خپلې دندې د ساتلو په پار موسکا کوي خو په زړه يې ډېرې خبرې او دردونه وي. 

۱- دوی نه خوښوي چې د خدمتګاري يا Waiter غږ پرې وشي: 
د الوتکې دننه خدمتګارې نجونې خپله دنده ستړې کوونکې بولي. دوی وايي چې دوی اړې دي ترڅو د مسافرو د خوښ ساتلو لپاره موسکا وکړي، خو دوی ځيني وخت د  هغه مسافرو له خوا اذيت کيږي چې ډېر کارونه ورته امر کوي او د الوتکې سفر يې لومړی وي. که دوی ته آغلې وويل شي نو خوښيږي خو د ويټرز يا ګارسون غږ پرې بد لګږي. 
 


۲- د الوتکې ډوډۍ: 
ډېری مسافر داسې فکر کوي چې د الوتکې دننه ډودۍ او څښاک روغتيايي دي، خو خدمتګارې نجونو وايي چې ياد خواړه له يوې خوا ښه خوند نه لري او له بلې خوا يې پاکۍ ته هم دومره فکر نه کيږي څومره چې مسافر يې په اړه فکر کوي. 
 
د الوتکې دننه ډوډۍ

۳- د مرستې زنګ: 
د الوتکې دننه هغه کار چې د (خدمتګارو نجونو) ډېر بد راځي د مرستې لپاره زنګ وهل دي. دوی په لومړي او دويم ځل په مينه د مسافر ستونزې ته د زنګ په وهلو ورځي، خو که چېرې دغه چار بيا ځلي شي نو دوی يو څه غوسه ښکاره کوي او له مشتري غواړي چې د دغه کار له تکرار ډډه وکړي. يو شمېر (خدمتګارې نجونې) وايي چې هر کله مشتري ډېر د مرستې زنګ ووهي نو دوی غوسه کيږي او تر ځپلو منځو وايي چې مشتري داسې کار کوي لکه الوتکه يې چې ځان ته نېولې يا چاتر کړې وي. 
 


۴- ستاسې لباس پرې اغېز شېندي: 
خدمتګارې نجونې تر ډېره د مسافرو لباس ته په کتو دوی ته لاس رسی پيدا کوي. هر څومره چې مسافر منظم او ښه لباس کې وي، نو دوی ورته ژر رسېدګي کوي. خو که چېرې مسافر په شخصي او عادي لباس کې اوسي، نو دوی يې غوښتنو ته ښه پاملرنه کوي او په ځنډ ورته ځان رسوي.