لس ورځنۍ لنډې يا مخففې  انګلېسي کلمې (abbreviations)

انګلېسي ژبه کې ځيني وخت خبرې کول او لېکل په اقتصادي ډول تر سره کيږي. اقتصادي په دې مانا چې ځيني کلمې کوچنۍ کيږي. له څو لغاتو يوه کلمه جوړيږي چې ورته مخفف يا (abbreviations) وايي. (abbreviations) د څو کلمو پر ځای کارول کيږي، چې هم وخت سپما کوي او په لکېنه بڼه کاغذ. لاندې لس ورځنۍ لنډې کلمې يا (abbreviations) دي چې تر ډېره کارول کيږي. 

1- ASAP: As soon as possible
دومره ژر څومره چې شونتيا لري. 
 
2- RSVP: Please reply
مهرباني وکړئ 
 
3- RIP: Rest in peace 
روح يې ښاد اوسه. هر کله چې يو څوک وفات شي، نو انګلېسي کې لنډ  RIP وايو. 
 
4- BYOB: Bring your own beer
دغه مخفف د پارټي او ميلو پر مهال کارول کيږي. مانا يې ده خپل بير راوړه. 
 
5- BBQ: Barbecue
د Barbecue مانا ده، کله چې کباب يا بله غذا بهر د ميلې په ډول پښيږي. بېلګه. Lets have a BBQ
 
6- PIN: Personal Identity Number
د پېژندنې ځانګړې شمېره. بلېګه Tell me your pin. د پېژندنې شمېره دې راته ووايه. 
 
7- e.g.: Example
دغه مخففه کلمه د بلېګې يا مثال په مانا ده. دغه مخفف د لاتين ژبې Exempli Gratia کلمې اخېستل شوې ده چې د بلګې مانا لري. 
 
8- i.e.: That is, Restate an idea. 
کله چې يو ايډيا يا نظريه په ډول بيا کړو، يو تکراري خبرو په نورو کلمو سره ويل، تشريح ورکول. دغه مخفف هم لاتينه رېښه لري چې د Id Est کلمې را اخېستل شوي دي. 
9- Etc.: and so on, other
دا هم د لاتينې et cetera کلمې اخېستل شوې ده، چې مانا يې ده نور، ورته نور شيان يا خبرې. 
 
10- ATM: Automatic Teller Machine 
هغه بريښنايي ماشين ته وايي چې پيسې ورڅخه را خېستل کيږي.