اټکل نه راتلونکی

اټکل نه راتلونکی
لومړۍ پروژه پای مومي طالبان به له امریکا سره د پاکستان او ځینو نورو هیوادونو پر خوښه او جوړ جاړي؛ جوړه وکړي تر څو د نړۍ مخ له ځانونو واړوي، او ځانونه سپېڅلي ثابت کړي، دا سوله افغان شموله او د افغانستان سره نه کیږي.

خو دقیقاً بیا هم نه کیږي ځکه چې طالب نومي ډلې قربانی ورکړې، وروڼه یې ووژل او ځانونه یې ورک کړل اوس دوی موقف غواړي او هیوادونه له افغانستان څخه د موقف غوښتنه نشي کولئ 
نو راتلونکي سوله بیا هم له ګواښ سره مخ ده. 

خو دويمه یې بیا یو بل ګروپ پیلوي دا هم د ځینو هیوادونو دويمه پروژه ده، چې امریکا یې اداکاره ده او خپل رول په یو بل موډلېنک کې لوبوي. دا ځل یې ډاکټر صیب عبدالله عبدالله د اربکیو مشر ټکلی چې اوس یې ځان د افغانستان لپاره د دويم ولسمشر په توګه اعلان کړو او د امریکا سفیر یې ملاتړ وکړ او له افغان ولسمشره یې وغوښتل چې نورې ډلې هم په نظام کې شریکې کړه.

نو دا پدې مانا چې افغانستان باید له اساسي قانون ليرې نظام ولري.

راتلوونکی
یا به مخالف هیوادونه طالبان له جوړ - جاړي لیرې وساتي، او یا به افغان حکومت بیا ځل لپاره د دويم اجرايه رئيس خاوند کړي.