نننی دور او نقد!

پخوا به هر کار تر ډیره نیمګړی وه، سخته دا نه وه چې انساني ژوند بې خونده وه، سخته دا وه چې په انساني ژوند کې کره کتونکي که وه هم یا به یې د چا خفګان نشو زغملی او یا به له نورو مشکلاتو سره مخ وه، خو لنډه یې دا چې نقد د نقاد د وس خبره نه وه.

خو لنډه یې دا چې نقد د موضوعاتو چڼ او سمونې ته وایې، تر څو چې موضوعات رنګ راوړي او لوستونکي یې له مغلقاتو خلاص شي.

نثر نثري ښکلا نه لرله د شعر شعري جوړښت د خوند نه وه، که وو به یې الهامي به وه ګني د ګڼې لغات پرانۍ ښکار به وه چې بیا به یې تر ډیره هر لوستي کس هم کوښښ کوه چې لغاتونه یې په لغات نامو کې ولوټوي، خو دومره غني لغات نامې هم نه پیدا کېدې چې ګواکې د کلیوالي لهجو لغاتونه دې هم په خپله ځولۍ کې ځای کړي

چې مثال یې د کلاسیک عصر شاعران او لیکولان وو، چې نن یې هنریت څه چې نومونه یې هم نه دي پاتې، که پاتې هم وي د مثال لپاره به یې خلک د منفي نقد په بې خونده سترګه ګوري، خو په هر حال؛ د ننني عصر نقد که هر څومره ارزیابي کړو مخ پر ښه کیدو روان دی او ورځ تر بلې شاعران، لیکولان او د هر مسلک غړي په خپل سبک کې ښه روان دي.کاروان صیب وایې:
مرغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غـــــر مو نـښــــتر نه لري کلی مو چـنار نه لري

کاروان صیب له خپل ولس سر شوکوي چې ولې مو مټې یوازې هغه کارونو ته رابډ وهلي دي، په کومو چې مو ټولنه او د خدای پیدایښت بربادیږي. تېر شی له دې ځنګل وهنې، کاروان صیب په پوره ډاډ سره خپل بیت په سوریو پرهارونو پټۍ کړی.

خو یو بل شاعر بیا غره وهلو ته نیت لري، او داسې لیکي:
لرګي هم نه شته او د واورې احتمال هم دی
غــریـب بچي به بیا څه سوي فریادونه کاږي

دلته ته د ده شاعري یوازې په عاطفه او زړه سوي ولاړه ده کوم بل اړخ ته یې هېڅ پام نه دی کړی، د لرګیو ارمان کوي خو د ګاز پروا هم نه ساتي چې ګاز خدای(ج)همدې اور بلونې ته پیدا کړی او ونې یې نور پیدایښت ته د ګټې لپار پیدا کړي خو وروسته د وچېدو بیا د سون کار هم ترې اخیستی شو، نو که همدې شاعر ته موږ واه، واا ووایو شاعر بې پروا پاتې کیږي او همدغسې شاعري ته د خوند په نظر ګوري.

حل لارې
نو پکار ده چې موږ بې ځایه چا ته د وااا واا غږونه ونه کړو هر څه وه ارزوو هغه که مثبت وي او که منفي او وروسته په عادلانه ډول هغې ته د ښه او بد توپیر په ګوته کړو تر څو مو ټولنه د ښه سبا پر لور راهي شي.
نو هر څومره مو چې وس وي ښه او بد دواړه وپېژنئ تر څو مو خپل ځان او ملګري په ننني عصر کې د سالم نقد خاوندان شي.
درنښت او مینه