تاریخي ځایونه که اباد نه وي نو برباد دې هم نه وي، چې پخوانۍ ښکلا خو یې په پخواني کیف پاتې وي،خو نه! دلته داسې نه کیږي چې د تاریخي ځایونو ساتنه دې وشي، بلکې برعکس عمل ورسره شونی دی، چې د مثال لپاره یې درګی رامخته کوو.
درګی د خوست په لویدیځ کې د لویې پرتې ولسوالۍ مرکز ګڼل کیږي، چې ممکن مرکز درګي ته له خوست ښاره غزېدلې لار دوولس کیلو متره اوږدوالی ولري، نفوس یې کم خو د مساحت له پلوه پوره غني ولسوالي ده او پکې مېشته خلک په سلو کې %۹۹ فیصده تڼي دي.
درګی د فتحې هغه میدان وه، چې مغل خېلو پکې ډغرې وهلې خو هېڅ یې له وسه نه وه پوره ، او سرټیټي وتي دي، دا خبر تقریباَ د پېړیو تر امتزاج رسي،خو دقیقه نېټه یې نه ده معلومه.
زما د سل کلنې انا له خولې به مې وخت ناوخت دغه ټپه اوریده؛
مغل خېل بیا په درګي راغلل
ژڼي مرمۍ ګوتو کې ږدي درګی ګټینه
د مغلو خبرې به مې د خوشحال بابا په کلیاتو کې لیدې، خو دا راته نه وه معلومه چې تر درګي دې هم مغل رارسیدلي وي.
نو دلته لنډۍ د ریاضت ډکه ده خو تفسیر یې اسان دی
خو دوهمه مسره یې بیا د هغې وخت خبرې کوي، چې د اوسني عصر د ټوپکو به درک هم نه کېده،
نو ژڼو به مرمۍ په ګوتو کې نیوې تر څو یو ډزي ټوپک ته له ډز وروسته بله مرمۍ ور واچوي
خو یو بله لنډۍ چې د دوی د اتفاق خبرې کوي
د شاه غازي اسپه ششنیږي
شاه غازي وړکي خبروي درګي ته ځینه
د دې قوم وګړي به که له دغې سیمې ډير لېرې هم اوسیدل نو درګي ته به یې په داسې شرایطو کې ځانونه را رسول چې درګی به له مشکلاتو سره مخ وه.
هغو وختونو دا جوته کړي ده، چې دوی د صداقت ډک، په وطن او خاوره مئین خلک وو.
خو له بده بخته اوس هم درګی د همغه ړنګو ودانیو څخه نه دی خلاص او د جګو کلاوو برجونه تر نیمه نړېدلي دي، هغه درګی چې انسانیت پالنه پکې د ښه سړیتوب معیار و، اوس یې ځای انسان وژنې نیولی. تر دې حده چې د ورور لاسونه د خپل سکه ورور په وینو ککړ شول، خو دغه موضوعات یوازې درګي ته نه شو محدودولی بلکې زموږ د کم فهمه ټولنې یوه برخه ده.
او داسې هم شوي دي، چې:
د موره یو وړکی یې مړ کړو
د جنازې بازو یې خویندي پر مټ وړینه
د مور یوازینی ځوی هم د میراث لپاره وژل شوی دی،خو پښتنې خویندې بیا هم خپل پښتني غرور له لاسه نه ورکوي، او د ورور جنازه د خپل کور له احاطې تر دروازې پخپله وړي تر څو یې کور په ادب کې پاتې شي.
بیا هم په درګي تم کېږو.
درګی اوس هم له ښکلو ځوانانو او مشرانو ډک دی، همغه ډنډې، همغه دمه ځایونه پکې شته خو هغه وروري، مینه او محبت پکې کم تر سترګو کیږي، کوم به چې د دوی په پلرونو او نیکونو کې تر سترګو کیده، نو پکار ده چې د داسې سیمو وګړي له سره انقلاب وکړي، او خپله ټولنه پخپله اباده کړي.
او له دولته هم هیله او غوښتنه پکار ده، تر څو مو تاریخي ابادۍ په ویرانۍ نه وي بدلې او اباد ژوند په اباد ډول پر مخ یوسو او له نبود سره نه شو مخا مخ.
ان هول خیر
وروستي