نيويارک ټايمز:امريکا له دې وروسته افغان پوځ ته M249  توپک نه ورکوي، دغه توپک ننګرهار کې دوه امريکايي پوځيان ووژل

د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت په سلګونه زره د هغه کوچنيو توپکو ورکړه او مرسته پر افغان ځواکونو بند کړه، چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار د يو افغان سرتيري له خوا پرې دوه امريکايي سرتيري ووژل شول. 

دغه توپک M249 دي، چې متحدو ايالتو د افغان ځواکونو په لاس کې ورکړي وو. د فيبرورۍ پر اتمه يو افغان سرتيري د M249 په وسيله دوه امريکايي سرتيري ننګرهار کې ووژل. د امريکا دفاع وزارت ويلي دي، چې له دې وروسته به افغان ځواکونو ته M249 توپک په اختيار کې نه ورکوي. 

افغان سرتيري په M249  توپک د جاوير جي ګوټيس او انتونيو آر رودريګر په نوم دوه امريکايي پوځيان ووژل او شپږ نور يې ور ټپيان کړل. د افغان بريدګر نوم جواد ښوودل شوی. 

د متحدو ايالتو دفاع وزارت ويلي دي چې په تېرو اتلسو کالونو کې امريکا ۴۶۵۰۰۰M249   توپک د افغان ځواکونو په لاس کې ورکړل، چې له دې وروسته يې پرې بند کړي دي. 

د امريکا دفاع وزارت چارواکو نيويارک ټايمز  ته ويلي دي چې د افغان ځواکونو سره د M249  توپکو مرسته افغانستان کې د فساد ښکار شوې او ټول  افغان ځواکونو په واک کې نه دي ورکړل شوي. 

دفاع وزارت ويلي دي چې په تېرو ۱۸ کالونو کې يې چې کوم  M249   توپک  افغان پوځ ته ورکړي دي، افغان پوځ يې تر يو بريده د هغې په کارونې او تخنيک کې پاتې راغلی دی. امريکايي چارواکي وايي چې د M249  توپک په شمول ځيني نور  پوځي وسايل د او شپې لېرې لېدونکې د وسله وال لاس ته هم ورغلي دي چې بيا د افغان او امريکايي ځواکونو پر وړاندې کارول شوي دي. 

M249   توپک ۱۵ پوڼده وزن لري او له سل بيا تر دوه سوه مرميو وړتيا يې درلوده. M249   توپک په يوې دقيقې کې دوه سوه مرمۍ وېشتله شي. هغه پېښه کې چې ننګرهار کې يې دوه امريکايي سرتيري ووژل او شپږ ټپيان شول، افغان پوځي پر M249  توپک ۴۳ مرمۍ وېشتلې وې.